اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د اولس سماجی او اقتصادی حالت ښه كولو لپاره د اروپائي ائتلاف شراکت دارو سره رابطو ته وده وركولو او د جی ایس پی پلس په اړه د ملګرو ملتونو په کنونشنز عملدرآمد کوي، د ماشومانو سره په تيري او د ماشومانو مشقت په اړه به د هيڅ ډول رعایت نه كولو په پالیسۍ عمل كولې شي،ميرمنو ٬ ماشومانو او د نر ښځيو حقونو تحفظ لپاره بيل انتظامي او قانوني اقدامات شوي،د ټولنې غريبو كسانو تحفظ لپاره هر ممكن هڅې كولې شي، د صوبائی حکومتونو په مشاورت د ویسټ مینجمنټ قامی پالیسی جوړولو عمل دې تند كړې شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د يوې غونډې مشري كولو سره وكړي۔په غونډه كښې وزیراعظم ته د جی ایس پی پلس په اړه په کنونشنز د عملدرآمد صورتحال په اړه بریفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د بشري حقونو وفاقی وزیرې ډاكټر شیریں مزاری، د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، وزیراعظم د موسمي بدلون صلاحكار ملك امین اسلم، اټارنی جنرل خالد جاوید خان، د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری او اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ د ټریټی ایمپلی مینټیشن سیل سيكرټري جاوید اکبر بھټی غونډې ته د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په اوسني تجارتی صورتحال او د كوټلې سماجی او اقتصادی پرمختګ او ښه نظم و نسق د شريكو مقاصدو ودې لپاره د جی اېس پی پلس اثراتو په اړه ووئيل۔ دغسې وزیراعظم د بشري حقونو ، ماشومانو او ميرمنو حقونو او نورو چارو په اړه د ملګرو ملتونو بيل په کنونشنز عملدرآمد صورتحال په حقله د پیشرفت په اړه خبر كړے شو۔ په غونډه كښې بلین ټری سونامی منصوبې، احساس پروګرام، کرتارپور راهدارۍ پرانستلو ، د پخوانۍ فاټا سيمو سماجی او اقتصادی پرمختګ لپاره عملی اقدامات، د بشري حقونو په اړه په قامي تګلاره عملدرآمد، د تشدد مخ نيوي ، د قامي چائلډ لیبر سروے پيل كولو ، د ماشومانو مشقت په اړه په قوانین عملدرآمد، ميرمنو ،ماشومانو او د نر ښځيو تحفظ لپاره د قوانین په منظورۍ او د بدعنوانۍ انډیکس په اړه ټرانسپرنسی انټرنیشنل كښې د پاکستان درجه بندۍ ښه كولو پشمول د اوسني حکومت په ځينې مهمو اقدامات د اطمینان څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم ته د جی ایس پی پلس راروان جاج اخستلو لپاره تیارۍ په اړه ووئيل شول۔۔ وزیراعظم ووئيل جی اېس پی پلس درجې سره تړون لرونكو د ملګرو ملتونو 27 کنونشنز زمونږ آئینی ذمه وارو ترمخه دي، دې لپاره حکومت د اولس سماجی او اقتصادي حالت ښه كولو لپاره اروپائي ائتلاف شراکت دارو سره رابطو ته وده وركولو او جی ایس پی پلس په اړه د ملګرو ملتونو په کنونشنز عملدرآمد کوي۔ په غونډه كښې وزیراعظم د موسمي بدلون صلاحكار ته سپارښتنه وكړه چې د صوبائی حکومتونو مشاورت سره ویسټ مینجمنټ په اړه د قامي پالیسۍ جوړولو عمل تند كړئ