د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلي فراز بیان

image

اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیرسېنېټر شبلی فراز وئيلي دي د خواجه آصف بیان مړه خيټه فارسي وائي مترادف ده ، خواجه صاحب سره د غریبانو احساس نشته ګنې دا بيان به ئې نه وركولو، ټول قام د معیشت خرابۍ ذمه وار تير كرپټ حكمرانان ګڼي، معیشت سمولو لپاره دې خواجه صاحب خپل قیادت راضی كړي چې بهر هيوادونو كښې اېښودې شوې سرمایه پاكستان ته راوړي۔ د زيارت په ورځ وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز خپل يو بيان كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان د قام او هيواد ګټې لپاره پريكړې كوي، هغه د وړومبنۍ ورځې نه يوه خبره كوي چې قام به د كورونا څخه هم محفوظ ساتل وي او د لوږې نه به هم ۔ ده ووئيل د كورونا له امله د ټولې نړۍ معیشت په دباوَ كښې راغلے ، وزیر اعظم عمران خان د قام او هيواد ګټې له پريكړې كوي، د قام د صحت تحفظ ته به پام لرنه كولې شي۔ سېنېټر شبلی فراز ووئيل كمزورې او خوارې كښې طبقې، كاروبار او معیشت له سهارا وركولو لپاره 1.24 ټریلیونه د هيواد د تاريخ تر ټولو لوئې پیكیج اعلان كړے شوے په كوم چې عملدرآمد روان دے۔ ده ووئيل خواجه صاحب! په حقیقت كښې هغه او د هغه قیادت كنفیوژډ دي چې څه وكړي، ځكه جې هيواد ته د بيرته راتللو نه پس د هغه بيرته د تللو په سوچ نه پوهيږي۔ ده ووئېل پاكستان ته د راتللو سره هغه سره څه هم نه وي،دواړه وروڼه لاك ډاؤن سره مخ دي، په كورونا سیاست كولو څخه دې دډه وكړي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں