اړوندې ادارې دې د قدرتي آفتونو زيانونو كمولو او د ځپليو بحالۍ لپاره يو بل سره همكاري وكړي

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي زلزله ځپليو سره د خواخوږۍ او يوالې څرګندونې سره په ټولو اړوندو وفاقي او صوبائي ادارو زور رواړې چې د قدرتي آفتونو خطرو كښې د زيانونو كمولو او د ځپليو بحالي لپاره همكاري پېدا كړئ٬ د قدرتي آفتونو لپاره ځان چمتو ساتل او د تباهۍ خطرې كمولو لپاره د زياتو تدابيرو سره د عزم پخلي ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د اتم كتوبر كال 2005 زلزله ځپليو سره د يوالي او خواخوږۍ لپاره د قامي استقامت ورځې په مهال پېغام كښې وكړې۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د كال 2005 زلزلې يادګېرنه كوي كومې څخه چې په آزاد جمو و كشمير ٬ خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو كښې تباهي شوې وه٬ چې پكښې د ځان ٬ مال او انفراسټركچر زيات زيان شوې ؤ ۔ ده ووئېل زه نن د پاكستان اولس ته پېرزوئنې وړاندې كول غواړم چا چې د قدرتي آفت په همت ٬ جذبه او استقامت سره مقابله كړې۔ ده ھغه كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه څوك چې په 24م ستمبر كال 2019 كښې د زلزلې څخه په مير پور او بهمبر او جهلم ضلعو كښې ځپلې شوې وو۔ ده باور وركړو چې د غم په دې وخت كښې به د ځپليو هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل قدرتي آفتونو معيشت او زمونږ د ټولنې هره څانګه ځپلې ده٬ کمزوري كسان ٬ مېرمنې ٬ ماشومان ٬ سپين ګيري او معذورو كسانو ته د قدرتي آفتونو په مهال د ډيزاسټر مېنمنټ وړومبنۍ پام لرنه پكارده۔ اولس مشر په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د اېن ډي اېم اے تر سېوري لاندې زمونږ قامي ډيزاسټر مېنجمنټ نظام اولس كښې شعور بېدارولو او ګڼ اړخيزه صلاحيتونه زياتولو لپاره هڅې كوي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں