ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې او د ماحول تحفظ لپاره معرفي كړې اقدامات د ستائنې دي

image
APP30-01 HUNZA: July 01 – President Dr. Arif Alvi addressing the closing ceremony of Tour de Khujerab Cycling Race in Hunza, Gilgit-Baltistan. APP

ګلګت 01 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې او د ماحول تحفظ لپاره د معرفي كړو اقداماتو ستائنه كولو سره زور رواړې چې سېلګري دې د شمالي سيمو قدرتي ښكلا په ځائ ساتلو لپاره مرسته وكړي٬ وفاقي حكومت هېواد كښې د سېلګرۍ ودې ته پام ګرځولې٬ د امنيتي وضعې بهترۍ په سوب د سېلګرو تګ راتګ زيات شوې ۔ دا خبرې اولس مشر ډاکټر عارف علوي هنزه كښې د انټرنېشنل سائيکل رېس ټور ډي خنجراب كال 2019 دوېم اېډيشن د پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان ګورنر، چيف سېکتر٬ د ګلګت بلتستان سياسي مشران او سينئر چارواكي هم موجود وٶ۔ اولس مشر د سائيکلسټس د جذبې ستائنه وكړه څوك چې 18 زره فټه جګ خنجراب ټاپ ۔ پاک چين پولې ته رسېدلي۔ ده ووئيل دا يوه ځانګړې تجربه ده چې پكښې سائيکلسټس د څلور زره فټه لوړ ځائ څخه رېس پېل كړې او په 18 زره فټه هائټ زد بشپړ كړې۔ ده د ګلګت بلتستان حکومت لخوا هنزه پلاسټك فري جوړولو لپاره د كمپائن پېل كولو ستائنه وكړه كوم چې ګرد هېواد كښې د خپل نوعيت وړومبنې اقدام دے۔ ده ووئيل دې سره به هېواد كښې ماحول دوسته اقداماتو ته وده وركولو له مرسته تر لاسه شي۔ اولس مشر په كے ټو بېس كېمپ كښې د خزلې په اوسنيو رامخې ته شوو عكسونو د تشويش څرګندونه وكړه او په كوه پېما ئې زور رواړو چې جګو سيمو كښې دې ماحول دوسته سېلګرۍ ته وده وركړې شي ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د سېل نوو ځايونو ته وده وركولو لپاره تل د خوښۍ څرګندونه كړې۔ اولس مشر د ګلګت بلتستان واكمنو لخوا په لويه شمېره وګړي او غېر ملكي سېلګري راغب كولو لپاره د پېل كړې پروګرامونه او اقدامات د ستائنې وړ

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں