د ډاكټر عبدالحفیظ شېخ په مشرۍ كښې د نېشنل سنګل ونډو دوېمې سټېئرنګ كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم د خزانې ٬ محصولات او اقتصادي چارو مرستيال ډاكټر عبدالحفیظ شېخ په مشرۍ كښې د نېشنل سنګل ونډو (اېن اېس ډبليو) دوېمې سټېئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د تجارت پحقله د اېن اېس ډبليو پاكستان د عملدرآمد جاج واخستې شو٬ د كسټم (آپرېشن) غړي كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل د اېن اېس ډبليو نظام د تصور او ګټې پحقله په اېن اېس ډبليو عملدرآمد سره به د پولې دواړو آړخو ته د تجارت ودې او د هېواد دننه د كاروبار آسانولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووېيل د ډبليو ټي او فېسيلي ټېشن اېګرېمنټ له مخئ نېشنل سنګل ونډو جورول بنيادي ضرورت دے ٬په دې لوظنامه پاكستان هم لاسليك كړې۔ په دې موقع ډاکټر عبدالحفیظ شېخ اېف بي آر ته امر وكړو چې ملګرو هېوادونو سره د تجارت ودې لپاره موجوده قوانين او رېګولېشنز آسان او ساده كړي ۔ ده اېف بي آر ته ووئيل د اېن اېس ډبليو په باقاعده توګه د منظورۍ نه وړاندې دې اېن اېس ډبليو جوړولو لپاره په بزنس پلان نور مشاورت لا تند كړئ او اتفاق راپېدا كړئ ٬ د يادونې وړ ده وزیراعظم پاکستان کسټم ته د اېن اېس ډبليو عملدرآمد لپاره په اكتوبر كال 2017 كښې د كليدي اېجنسۍ درجه وركړې وه ٬ پاکستان ته د ډبليو ټي او ټرېډ فېسلي ټېشن اېګرېمنټ له مخې تر كال 2022 د اېن اېس ډبليو جوړولو ضرورت

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں