پاکستان قطر سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ شاہ محمود قرېشي

image

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان قطر سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ خارجه وزير دا خبرې د قطر دوهم وزيراعظم او خارجه وزير محمد بن عبد الرحمان بن جاسم الثاني سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې۔ د خارجه دفتر له مخې د نهې په ورځ د قطر دوهم وزيراعظم او خارجه وزير محمد بن عبد الرحمان بن جاسم الثاني سره د ټېلي فوني تماس په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې ۔ خارجه وزير د وزیراعظم عمران خان لخوا د قطر امير لپاره د نېكو خواهشاتو پېغام ورسولو۔ د قطر خارجه وزير ووئيل د قطر په تعمير او پرمختګ كښې قطر كښې د ميشته پاكستانيانو كردار د ستائنې وړ دے۔ شاہ محمود قرېشي د اے سي ډي وزارتي كنفرنس په كاميابۍ د قطر خپل همڅنګ ته مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان او قطر اړيكې لا مستحكمېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي مرسته لا زياته شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں