د سناتور راجه محمد ظفر الحق د سدا سلامت پاكستان فورم ترسېوري لاندې فكري نشست ته خطاب

image

اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) د سوريه سوئيلي سيمه د امريكائي اولس مشر لخوا د اسرائيل برخه تسليمول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ ټولنه كښې د زغم نشتوالي سيلۍ الوزي په كومه قابو موندلو له به چې كور ٬ تعليمي ادارو او جوماتونو له خپل كردار ترسره كول وي۔ په ټولنه كښې روادارۍ ٬ غوره سلوك او بردبارۍ ته ودې وركولو له دې د ټولو مسلكونو علماﺀ كرام په ګډه لائحه وضعه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه محمد ظفقر الحق د سدا سلامت پاكستان فورم ترسېوري لاندې د “روادار پاكستان هي هماري اميد” په سرخط فكري نشست ته ځائي هوټل كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسلام په اړه چې ګردې نړۍ كومه رويه خپله كړې د دې په شا سازش شته ۔ د مسلمانانو هر عمل خرابولو او بدنامولو هڅه روانه ده۔ اسلامي نړۍ له به د ګډې لائحه خپلولو سره په دې سازشونو قابو موندل وي۔ ده وئيل د مسلمانانو په ضد چې څومره هم پروپېګنډې شوي او تخريبي حربې اختيار كړې شوي ټولې ناكامه شوي۔ اسلام په ګرده نړۍ كښې تندۍ سره مخ په خپرېدو دے ۔ د نائن الېون پېښې څخه وروستو اسلام ته د غېر مسلمو پام د مخالفت په ځائې د خواخوږۍ او په اسلام د ځان پوهولو په توګه زيات شوې ۔ ده ووئيل د افسوس خبره دا ده چې اسرائيل د سوريه په سوئيلي برخه قبضه كړې او د نړۍ لوئي طاقت امريكا د دې غاصبانه قبضې تائيد كوې۔ ده ووئيل د فلسطین، برما، کشمیر، شام او نورو اسلامي هېوادونو اولس سره د ظلم په ضد غږ پورته كول زمونږ فرض دي۔ ده ووئيل په نني نشست كښې د ګرد هېواد د ټولو مسلكونو علماﺀ كرام په روادارۍ او حسن سلوك متفق دي۔ فكري نشست ته د مذهبي چارو پخواني وزير پیر امین الحسنات هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل د نيوزي لېنډ په پېښه د نيوزي لېنډ وزيراعظم او اولس خواخوږي يوه عملي نمونه وه۔ دې پېښې ټوله نړۍ په دې سوچ مجبوره كړې چې د ترهګرو تعلق د كوم مذهب يا فرقې سره نه دې بلكې هغوي د انسانيت دښمنان دي۔ او دا زمونږ د مذهب په تعليماتو كښې هم دي۔ ده ووئېل په میثاق ء مدینه كښې د كوم فرق نه لرې د ټولو مظلومانو په مرسته كولو زور راوړلې شوې او نيوزي لېنډ هم دا روايت په ځائې وساتلو۔ فكري نشست ته مولانا عبد الغفور حېدري ٬ مولانا غلام محمد سيالوي ٬ علامه زاهد الراشدي او علامه عارف واحدي هم خطاب وكړو۔ د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر رمېش كمار ووئيل د نړۍ ټول مذهبونه د انسانيت درس وركوي۔ قائد اعظم محمد علي جناح وئيلي وو ٬ د ميثاق مدينه نه وروستو به پاكستان يو مثالي هېواد وي چرته به چې اولس ته مذهبي آزادي او رواداري ترلاسه وي۔ مونږ له به په ګډه دا خبرې عملي كول وي۔ ده ووئيل زه په نړيوالو كنفرنسونو كښې د مسلمانانو د سفير په توګه ګډون كوم دغسې چې خلقو ته اوښايم چې پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده۔ فکری نشست كښې د ګډې اعلاميه جاري كړی شوه په كومه كښې چې امن او روادارۍ ته وده وركولو له د ټولو سياسي ٬ مذهبي او سماجي حلقو په ګډه د لائحې وضعه كولو په حاجت زور راوړلې شو۔ اعلامیه كښې وئيلې شول روادار پاكستان زمونږ د نسلونو د سولييز سباؤن ضامن دے او د دې ودې له دې روحاني ٬ علمي ٬ مذهبي ٬ سياسي ٬ سماجي او نورې ټولې طبقې خپل كردار ترسره كړي۔ اعلاميه كښې دا هم ووئيلې شؤو۔ مونږ د نيوزي لېنډ مشرتابه او اولس ته په ځانګړي يووالي د عقيدت پېرزئينې وړاندې كوو۔ مقبوضه کشمیر كښې هندي بربريت او ظلم زياتې د نړيوالې خواخوږۍ غوښتنه كوي۔ نړۍ دې د دې ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ اعلامیه كښې په مولانا تقي عثمان د ترسره شوي بريد غندنه وكړه او دائې د سولييز پاكستان په ضد سازش وګرځولو

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں