د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاكستان دوره يو ګېم چېنجر او د ځانګړې نوعيت ده

image
APP63-14 ISLAMABAD: February 14 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain briefing media persons about the decisions taken in Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاكستان دوره يو ګېم چېنجر او د ځانګړي نوعيت ده٬ وزیراعظم عمران خان به خپله په هوائي مېدان د سعودي د ولي عهد هركلے كوي٬ د سعودي لخوا به پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كېږي ٬ پاكستان په مېنځني ختيز كښې مفاهمتي كردار لري٬ په خارجه پاليسۍ كښې مونږ د يو شمېر كاميابيو څخه جولۍ ډكه كړې٬ افغانستان كښې امن لپاره پاكستان مهم كردار لري٬ د طالبانو خبرې اترې به پاكستان كښې كېږي٬ د شهباز شریف ضمانت بې ګناهي نه ده٬ بايد نېب د شهباز شريف ضمانت چېلنج كړي٬ نېب له به دې ته كتنه كول وي چې څوك چې نيسي انجام ته ولې نه رسولې كېږي٬ د شهباز شريف ضمانت سره به منفي تاثر لاړ شي٬ زمونږ جنګ د نظام په ضد دے٬ وفاقي كابينې په اوسني دور كښې په شپږو مياشتو كښې د كابينې په 26 غونډو كښې 440 پرېكړې كړې دي ٬ كابينې په صنعتي زونز كښې د ګاز او برېښنا وركړې ٬ د پي اېس او بورډ٬ د پمز بورډ٬ د زرعي ترقياتي بانك د چيئرمېن ټاكنه ٬ د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن بحالۍ لپاره د اصلاحاتي پروګرام منظوري او د ګودار پورټ اتهارټۍ چيئرمېن د ټاكنې منظوري وركړې ده ٬ د سوشل میډیا په ناوړه استعمال كاروائۍ به روانې وي۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ووئيل غونډه كښې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې پحقله د تيارو تفصيلات او د جزئیات پرېكړه وشوه۔ وزیراعظم د غونډې په پېل كښې د ولي عهد دورې پحقله خبرو كښې ووئيل دا دوره د يو ګېم چېنجر حېثيت لري او په اسلامي نړۍ كښې د پاكستان مقام واضح كوي۔ وزیراعظم دبئۍ كښې په منطقه او افغانستان كښې د امن خبره كړې او وئيلي ئي دي پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو غوره هېواد دے٬ د سعودي ولی عهد د پاكستان دوره د ځانګړي نوعيت ده او اوسنې حكومت چې كله نه په اقتدار كښې راغلې نو د خارجه پاليسۍ په اړه ئې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ، د ذوالفقار علی بھټو په دور كښې د اسلامي مرستې تنظيم غونډې نه پس په مېنځني ختيز كښې د پاكستان اهميت ډېر زيات دے او دا مهال پاكستان يو مفاهمتي كردار لري٬ ده ووئېل مونږ د خلقو زړونه روغوٶ او د هېواد په حېث د پاكستان احترام زيات شوې ٬ د افغانستان پحقله د پاكستان د كردار ستائنه روانه ده٬ د دوو لسيزو راهسې هلته تشدد ٬جنګ او د ناامنۍ صورتحال ٶ۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں