اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو په پارلمان كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې پاکستان كښې د امن وضعه بيخي بدله شوې٬ هېواد سرمايه كارو لپاره غوره چاپېريال لري٬ بايد غېر ملكي سرمايه كار ترې ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې سرمايه كارۍ له پراخه موقعې شته ٬ ګوادر د منطقې د پرمختګ سباٶن دے ۔ ده ووئيل پاکستان او برتانيه د اړيكو خپل يو تاريخ لري٬ مونږ دا خواهش لرو چې دا اړيكې په پارلماني ٬ سياسي ٬ تجارتي او معاشي كچه لا پراختيا ومومي ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تعليم په څانګه كښې روابط لا زياتولو ته اړټيا ده۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل د كشمير په كشاله او د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د تحريك په بشپړه ملاتړ كولو د برتانيې مننه كوٶ۔ د برتانيې سفير د سېنېټ چيئرمېن خيالاتو سره اتفاق كښې ووئيل پاكستان كښې امن راغلې او هم دغه وجه ده چې د برتايې د اول صف اېئر لائن برټش اېئر ویز پاکستان څخه خپل پراوازونه د بيا پېل كولو پرېكړه كړې ده ۔