د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر سره د افغانستان سفير شاکراللہ عاطف مشال وليدل

image

اسلام آباد ۔ 12 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر سره پاكستان لپاره د افغانستان سفير شاکراللہ عاطف مشال د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمېنځه اړيكې د مذهب ٬ ورورولۍ ٬ كلتور او ګاٶنډي هېواد په توګه په قوي بنياد آډانه دي او د پولې دواړو اړخو ته د اولس ترمېنځه د مينې او احترام خپلولي لرلې شي ۔ په دې موقع افغان سفیر شاکراللہ عاطف مشال ووئيل افغان اولس پاكستاني اولس له د مينې او خېرسګالۍ جذبات لري

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں