د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل به د مارچ اولنۍ نېټې څخه بيا پېل شي

image

اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) پاكستان كښې د مېشته رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل به د مارچ اولنۍ نېټې څخه بيا پېل شي۔ د تېرو درې لسيزو په مهال هېواد كښې 43 لکھ 75 زره افغان كډوال رجسټرډ كړې شول۔ د يخنۍ موسم په سبب پاكستان كښې د پاتې شويو رجسټرډ افغان كډوالو خپل هېواد ته د بېرته تګ عمل د فرورۍ تر 28 مې نېټې ځنډولې شوې وو كوم به چې د راروانې مارچ مياشتې اولنۍ نېټې څخه بيا پېل كړې شي۔ د سېفران وزارت چارواكو ترمخه پاكستان كښې د درې لسيزو په مهال 43 لکھ 75 زره افغان كډوال رجسټرډ كړې شوي كومو كښی چې زياتره خپل هېواد ته بېرته تلي دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں