د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سرمايه كارۍ په اړه غونډه

image
APP69-07 ISLAMABAD: February 07 - Prime Minister Imran Khan receives briefing on investment in Pakistan at PM Office. APP

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د معیشت استحکام لپاره بهرنۍ سرمايه كاري په خاص توګه ټېكنالوجي ټرانسفر كول اهميت لري٬ په دې لړ كښې به سرمايه كارو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ هېواد كښې د سرمايه كارۍ په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ٫ د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، نعیم الحق، افتخار دراني، د سرمايه كارۍ بورډ چئیرمېن هارون شریف، خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه او نور لوړ پوري موجود وو۔ په غونډه كښې د پي ټي آئي حكومت په وړومبنو پنځو مياشتو كښې هېواد كښې شوې د نېغ په نېغه سرمايه كارۍ (فارن ډائرېكټ انوېسټمنټ) او نزدې سباٶن كښې د بېلا بېلو هېوادونو په خاص توګه د دوست هېوادونو لخوا د معيشت په څانګو كښې د لنډې ٬ مېنځنې او اوږدې مودې د متوقع سرمايه كارۍ جاج واخستلې شو۔ د مركزي بانك د شمېرو له مخې د تحريك انصاف پنځو مياشتو حكومت كښې د يو اربه ډالرو نه زياته نېغ په نېغه سرمايه كاري شوې او د دې په مقابل كښې د تېر حكومت په هم دومره موده كښې دا يوازې 426 مېليونه وه۔ د تحريك انصاف په دور كښې دوه چنده زياته بهرنۍ سرمايه كاري د نړيوالې كاروباري ورورولۍ او حكومتونو د نوي پاكستان په حكومت او په پاليسو د باور څرګندونه ده ۔ په غونډه كښې د پاكستان د دوست هېوادونو ٬ چين ٬ سعودی عرب، متحدہ عرب امارات، قطر او د ماليزيا لخوا تر اوسه د شوې او په متوقع سرمايه كارۍ په اړه وزیراعظم ته بريفنګ وركړې شو۔ وزیرِ اعظم بريفنګ كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره د سرمايه كارۍ بورډ لخوا د اقداماتو نه خبر كړې شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د سرمايه كارۍ بورډ د انډسټريل كوآپرېشن يونټ جوړ كړې شوې ٬ هاٶسنګ ٬ ټورازم، او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته په هېواد كښې دننه سرمايه كارۍ له د سهولت په توګه خاص يونټ جوړ كړې شوې او په ټولو وزارتونو كښې د سرمايه كارۍ چارو په اړه د دوهم سېكتر لېول چارواكو ته ذمه وارۍ د سپارلو تجويز لرو

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں