د ساهيوال پیښې ذمه وارو له به سخته سزا وركولې شي

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي د ساهيوال پیښې ذمه وارو له به سخته سزا وركولې شي٬د جے آئي ټي راپور به دې ايوان ته وړاندې كولې شي٬د طاهر داوړ د شهادت پلټنو له به د جے آئي ټي سره سره د پارليمان پنځه كسيزه كمېټي جوړولې شي٬د ساهيوال پیښې هېڅ جواز نه شي وركړی كېدلې٬د پوليس نظام كښې به اصلاحات كولې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي ووئيل نن ټول قام په غم دے٬د ساهيوال په پېښه به ځواب مونږ وركوو٬٬ ده ووئېل مونږ دې ايوان٬د پاكستان اولس او لوے څښتن له ځواب وركونكې يو۔ده ووئيل كله جې د وفاق او صوبو ترمينځه كوآرډينېشن نه وي نو بيا به د يو تور د پاسه بل تور لګي۔د دې پیښې څوك هم جواز نه شي وركولې۔ترڅو چې د جے آئي ټي راپور نه وي راغلې تر هغه وخت دې څوك هم خبره نه كوي٬ ده ووئېل مونږ به دغه راپور دلته وړاندې كوو ٬ كه مونږ په دې پېښه كښې ككړو كسانو له سزا ورنه كړه نو بيا هېڅ ګټه نشته۔دې لپاره كه وزارت پرېښودل وي نو پرېښودلې به شي۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت دروازې د فاټا غړو لپاره پرانستلې ده ٬ چا چې د پښتنو بې عزتي كړی په ضد به يې كاروائي كولې شي٬ ده ووئېل د طاهر داوړ په اړه جرګھ كښې محسن داوړ تللې او د هغه مړې هم د محسن داوړ په سبب ترلاسه شوې٬مونږ د هغه مننه كوو۔ ده ووئېل د طاهر داوړ په اړه د پارليمان پنځه كسيزه كمېټي جوړه شوې په هغې كښې محسن داوړ هم شامل دے ٬جے آئي ټي او پارليماني كمېټي به پھ ګډه د دې پلټنې كوي۔ده ووئيل مونږ ټول يو يو٬د مذهب او مسلك په نامه دې وګړي ونه ويشلې شي چرته چې د جزا او سزا تصور نه وي٬د هغې هېواد پريكړې بيا نور څوك كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں