د پارلمان ځينې غړي د اي سي اېل نه ولې دومره يره لري او بهرنيو هېوادونو ته تللو لپاره دومره ولې ليواله دي۔ د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پوښتنه كړې چې د پارلمان ځينې غړي د اي سي اېل نه ولې دومره يره لري او بهرنيو هېوادونو ته تللو لپاره دومره ولې ليواله دي۔ د زيارت په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د سياستمدارو په غاړھ پاكستان لپاره كوم سره چې دوي د مېنې دعوٰي كوي كولو لپاره ډېر كار پاتې دے۔ ده ووئيل په دوي كښې خو ځينې بيا بيا بهرنيو هېوادونو ته تللو نه غېر نشي پاتې كېدې او ځينو خو اقامې ساتلې يا ئې استوګنه په بهرنيو هېوادونو كښې ده۔ وزيراعظم ووئيل څوك چې زمونږ غوندې پاكستان سره رېښتنې عشق لري او څوك چې په خپله خاوره اوسېدو او خپل هېواد لپاره شپه ورځ كار كولو ته خوشحالېږي بس هغه د دې عجيب او غريب څيز وضاحت كولې شي

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں