كوټلې او فعاله خارجه پالېسۍ جوړولو لپاره به د رياستي ادارو سره سره د سول سوسائټۍ او تعليمي څانګې مرسته ګټوره وګرځي۔خارجه وزير

image
APP50-09 ISLAMABAD: January 09 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi chairing first meeting of “Advisory Council on Foreign Affairs” at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي كوټلې او فعاله خارجه پالېسۍ جوړولو لپاره به د رياستي ادارو سره سره د سول سوسائټۍ او تعليمي څانګې مرسته ګټوره وګرځي۔ده دا خبره د شورو په ورځ په خارجه دفتر كښې د خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل وړومبنۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔خارجه وزير د خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل غړو هركلےي كولو سره هغوي د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهم حد و خال او ترجيحاتو څخه خبر كړل۔ده ووئيل كوټلې او فعاله خارجه پالېسۍ جوړولو لپاره به د رياستي ادارو سره سره د سول سوسائټۍ او تعليمي څانګې مرسته ګټوره ثابت شي۔ د خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل غړو د وزيراعظم د مشاورتي كونسل جوړولو اقدام ستائېلو سره ووئيل د پالېسۍ جوړولو لپاره مشاورتي عمل پېل كول يو ښه اقدام دے۔د مشاورتي كونسل په غړو كښې پخواني سفيران٬تعليم پوهه او د نړيوالو چارو پوهان شامل دي۔په غونډه كښې غړو د خپلې پراخه تجربې په بنياد د رايو څرګندونه وكړه۔دا خبره دې ياده وي وزيراعظم د فعاله او كوټلې خارجه پالېسۍ جوړولو لپاره د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د كونسل باقاعده منظوري وركړې وه۔

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں