په تېرو حكومتونو كښې د مېډيا جمع شوو بقاياجات وركولو لپاره لائحه جوړولې شي٬ د ډېموكراسۍ په وده

image
APP62-16 ISLAMABAD: October 16 - Prime Minister Imran Khan in a meeting with a delegation of All Pakistan Newspapers Society (APNS) at PM Office. APP

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېرو حكومتونو كښې د مېډيا جمع شوو بقاياجات وركولو لپاره لائحه جوړولې شي٬ د ډېموكراسۍ په وده ٬ګډ ګورننس٬سپيځلتيا او ميرټ باوري كولو سره د اولس په خبرولو كښې مېډيا مركزي كردار لري٬په دې لړ كښې به حكومت د مېډيا بشپړه مرسته كوي٬پنجاب كښې په اوسنو ضمني ټاكنو كښې هېڅ قسم لاس وهنه نه ده كړی شوې٬مونږ جمهوريت خوښي خلق يو٬سخت وخت دې تېر به شي او دا هېواد به زر پرمختګ وكړي٬ ۔ ده د نهې پھ ورځ د آل پاكستان نيوز پيپرز سوسائټي پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې كولې۔پھ دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬مېډيا لپاره خاص صلاحكار افتخار دراني٬سناتور فېصل جاوېد او د اطلاعات سېكتر شفقت جليل هم موجود ؤ ۔د اے پي اېن اېس پلاوي وزيراعظم ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔پلاوي وزيراعظم د ورځپاڼو صنعت ته د ورمخې ته شوو مسئلو څخه خبر كړو۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل په تېرو دورونو كښې د مېډيا جمع شوو بقاياجات وركولو لپاره لائحه جوړولې شي٬جمهوريت ته وده٬ګډ ګورننس٬سپيځلتيا او ميرټ باوري كولو سره د اولس خبرولو كښې مېډيا مركزي كردار لري٬په دې لړ كښې به د حكومت لخوا مېډيا سره بشپړه مرسته كولې شي۔ده ووئېل د تحريك انصاف نظريه اولس ته رسولو او كاميابولو كښې مېډيا مهم كردار لري٬كه مېډيا نه وه نو نن به زه دلته نه ووم ناست ٬مونږ به د مېډيا بشپړه مرسته كوو۔وزيراعظم ووئيل تحريك انصاف د 22 كلونو پرله پسې هلو ځلو كولو نه پس دې مقام ته رارسېدلې او د اولس پھ مرسته او د خپلو سياسي هڅو كولو په سوب يې اقتدار ترلاسه كړی

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں