اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د 50 لکه كورونو د منصوبې به راتلونكې مياشت باقاعده پرانسته كوي٬ د منصوبې پېل سره به د رجسټرېشن عمل هم پېل كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ خپله مشرۍ كښې هاٶسنګ لپاره د ټاسك فورس غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې د پنجاب هاٶسنګ وزير میا محمود الرشید، د پنجاب اسمبلۍ غړې نجیب هارون، کوارټر ماسټر جنرل لېفټېننټ جنرال معظم اعجاز، د آرمي لېنډ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال نوید صفدر، د هاٶسنګ سېكتر ډاکټر عمران زېب خان، ارشد داد، یعقوب طاهر اظهار، علي ظفر، ضیغم محمود رضوي، د اخوت فاؤنډېشن سلیم رانجھا او نورو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ټاسك فورس د 50 لكه كورونو جوړولو پحقله تراوسه د شوي پېشرفت نه خبر كړو۔۔ غوندې ته دا هم ووئيل شول د منصوبې پلاننګ ٬ په دې د عملدرامد او د نګرانۍ تګلاره په سپېځلې ډول وضع كړې ۔ دا منصوبه د كم آمدن وګړو لپاره ده او كچه آبادۍ به باضابطه كولې شي ۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په دې لړ كښې د ګڼ اړخيزه اړخونو له مخې جامع هاٶسنګ پاليسي جوړولې شي چې مقصد ئې ښه ماحول او د ون ونډو آپرېشن آسانۍ ځائي او خارجي سرمايه كارو ته هم وركول دي ۔ دا هم ووئيل شول په منصوبه عملدرآمد باوري كولو لپاره به يو سپريم باډي جوړولې شي۔ وزیراعظم د دې منصوبې د ذمه وارۍ اخستو هم د وړاندې نه پرېكړه كړې ده چې ورسره به نه يوازې 50 لكه بې كوره وګړو ته خپل كور ترلاسه كېدل ممكن شي بلكې د يو لوي اقتصادي هڅو پېل او ځوانانو ته د ملازمتونو موقعې وركولو سوب به هم وګرځي۔ لېفټېننټ جنرال معظم اعجاز خپلو افسران او ځوانانو لپاره د استوګنې حاجت ترسره كولو لپاره د آرمي د تجربو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده د 50 لكه كورونو په منصوبې عملدرآمد لپاره د پوځي تجربو سره سره د خدماتو د وركولو وړاندېز هم وكړو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د سركاري او نجي څانګې تجروبو څخه استفاده كولو سره به د اخوت فاٶنډېشن د كاميابه مالياتي طريقه كار د لارې دا منصوبه كاميابولې شي ٬ وزيراعظم ووئېل د دې خبرې دې خيال وساتلې شي چې كم آمدن وګړو لپاره دا كورونه اخستل آسان وي او دا كورونه به په كم لګښت جوړولې شي۔ وزیراعظم ټاسك فورس ته امر وكړٶ چې د صوبائي او وفاقي حكومت د هيلو له مخې دې منصوبې ته د قانوني فرېم ورك د لارې حتمي شكل وركړې شي