پاكستان او تركيه دوه اړخيزه تجارتي ٬ اقتصادي او د فاعي اړيكو ته د ودې وركولو په شمول آزاده تجارتي لوظنامه زر تر زره عملي كولو ته صلا شوي

image
APP05-14 ISLAMABAD: September 14 – Federal Minister for Foreign Affairs, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi welcomes His Turkish Counterpart Mevlut Cavusoglu at Ministry Of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 14ستمبر (اے پی پی) پاكستان او تركيه دوه اړخيزه تجارتي ٬ اقتصادي او د فاعي اړيكو ته د ودې وركولو په شمول آزادې تجارتي لوظنامه (اېف ټي اېف) زر تر زره عملي كولو ته صلا شوي۔ دا صلا د جمعې په ورځ خارجه دفتر كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د پلاويو په كچه شوې مذاكراتو كښې راغله كومو كښې چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان پلاوي او مېولټ شاوس اوولو د ترك پلاوي مشري وكړه۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه وزير شاه محمود قرېشي د هركلي كښې پاكستان او تركيه ورونړه ٬ ملګري او همكاران ګرځولو سره ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د شريك باور ٬ عقيدې ٬ تاريخ او كلتور په خپلولو تړلي شوي۔ د پلاويو په كچه خبرو نه وروستو دواړو خارجه وزيرانو يو په يو ملاقات هم وكړو۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د سټرټيجك كوآپرېشن كونسل ترمخه د يو شمېر اداره جاتي فرېم وركس شتوالې په بېلو كچو د نزدې اړيكو ښكاره ثبوت دے۔ دواړه هېوادونه په ټولو مهمو معاملو د يو بل ملاتړ كوي۔ د تركيه خارجه وزير خپل پاكستاني همڅنګ ته د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان او ترك اولس لخوا د نېكو هيلو پېغام او د نوې ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ ترك خارجه وزير ووئيل د تركيه په خارجه پالېسۍ كښې پاكستان خاص اهميت لري۔ ده ترهګرۍ او شدت خوښۍ ته د ماتې وركولو په لړ كښې د پاكستان د كاميابو او مضبوطو كاروايو ستائنه وكړه۔ دواړو د دې لوظ پخلې وكړو چې پاكستان او تركيه د اسلامي نړۍ مهم غړي هېوادونه دي۔ زمونږ اولس په خپله عقيده وياړ لري او د اسلاموفوبيا مقابلې له د اجتماعي هڅو كولو عزم لري۔ شاہ محمود قرشی ووئيل د اولس سماجي او معاشي پرمختګ او منطقه كښې سيمه ايز امن او استحكام ته وده وركول د حكومت ترجيحات دي۔ ترك خارجه وزيرووئيل پاكستان زمونږ دوهم كور دے۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د شريكو هڅو د لارې د سيمه ايز امن او استحكام او د سماجي پرمختګ لوړ هدفونه ترلاسه كولو له لوظي دي كوم چې زمونږ سره سره د ګاونډي هېوادونو په ګټه هم دي۔ وروستو خپل همڅنګ سره په ګډه خبري كنفرنس ته شاه محمود قرېشي ووئيل ملاقات كښې د اېف ټی اے په لړ كښې په شوي پېش رفت د خيالاتو څرګندونه شوې او دغه زر تر زره منطقي انجام ته په رسولو اتفاق شوې۔ خارجه وزير ووئيل ترك همڅنګ د يو اېن عمومي اسمبلۍ سېشن په مهال کشمیر کنټېکټ ګروپ غونډه كښی ګډون له زما بلنه قبوله كړې ده۔ ترك خارجه وزير

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں