د عاشور ورځ مونږ ته د كربلا د شهيدانو د حق سرلوړۍ او د دین محمدی بقاء لپاره وړاندې كړې شوي لويو قربانيو ياد تازه كوي۔اولس مشر ډاکټر عارف علوی

image

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د عاشور ورځ مونږ ته د كربلا د شهيدانو د حق سرلوړۍ او د دین محمدی بقاء لپاره وړاندې كړې شوي لويو قربانيو ياد تازه كوي كومې چې هغوي د حق سرلوړۍ او دین محمدی بقاء لپاره د كربلا په میدان كښې وړاندې كړي۔ د امام حسېنؓ د شهادت پېښه هر كال مسلمانانو ته د دې خبرې ياد تازه كوي بايد د جبر او ظلم طاقتونو ختمولو له د حاجت پھ وخت د څه قربانۍ وركولو څخه ډډه ونه كړې شي۔ دا هغه ورځ ده كله چې د حق او باطل په جنګ كښې د رسولﷺ نمسي د خپل ځان لويه قرباني وركړه۔ د عاشور ورځ په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې اولس مشر ووئيل د کربلا پېښه مونږ ته د اعلیٰ مقصدونو ترلاسه كولو په خاطر د ایثار او قربانی درس راكوي۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوی ووئيل په نن ورځ مونږ لوظ وكړو چې مونږ به د اسوۂ شبیری په رڼا كښې هر هغه كار كوو كوم چې د انسانیت احترامِ ، جمهوریت بقاء او اسلامی اقدارو ته د ودې وركولو سبب ګرځي او د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګټه ور وي۔

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں