د اولس مشر ټاكنې لپاره به د پارلمان شريكه غونډه ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په پارلمان كښې كېږي

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د اولس مشر ټاكنې لپاره به د پارلمان شريكه غونډه ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د ستمبر په 4مه نېټه سهار يوولس بجې په پارلمان كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ په غونډه كښې به د قومي اسمبلۍ او سېنېټ غړي د هېواد د ديارلسم اولس مشر ټاكنه كوي او خپل ووب به كاروي۔ په دې ورځ به د څلورو واړو صوبائي اسمبلو غونډې هم كېږي۔ د صوبائي اسمبلو غړي به هم د اولس مشر ټاكنې لپاره رائې وركوي۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں