د نېب لخوا د 63 اربه روپو پي اېس او په سكېنډل كښې ككړ پنځه پخواني اعلٰي چارواكي ونيول شول

image

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) قومي احتساب بيورو ﴿نېب﴾ په كراچې٬ اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې په بېلا بېلو ځايونو چاپې وهلو سره د 63 اربه روپو پي اېس او په سكېنډل كښې ككړ پنځه پخواني اعلٰي چارواكي ونيول۔ په نيول شويو كسانو كښې د پي اېس او سي اېل پخوانې جنرل منېجر سپلائي اختر ضمير٬ پخوانې چيف آپرېټنګ افيسر بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ كامران افتخار٬ د بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ پخوانې صدر قېصر جمال د كراچې څخه او پخوانې جنرل منېجر (ریټېل ،کنزیومر بزنس) پي اېس او او چیف ایګزیکټیو آفیسر جن پټرولیم سید ذوالفقار علی جعفری د اسلام آباد څخه او پخوانې سينئر جنرل منېجر مارکيټنګ پي اېس او ډاکټر سید نذر اے زیدي د هنزه ګلګت بلتستان څخه ګرفتار كړے شو۔ په تورنو بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ ته د 2.43 اربه روپو د ماليت د خام تيلو د غېر قانوني ټهېكې وركولو تور دے٬ په كال 2008/9 كښې په دې لړ كښې كومه ادائيګي نه ده شوې۔ د پي اېس او انتظاميې په كال 2012م كښې پې اېس او ته پېروليم منصوعات سپلائي كولو لپاره بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ سره د پېټروليم مصنوعاتو د اخستلو او خرڅولو غېر قانوني لوظنامه كړې وه حالانكه بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ په كال 2013م كښې جوړه كړې شوې۔ د غېر قانوني ټهېكې څخه قومي خزانې ته د 60 اربه روپو زيان رسېدلې۔ معلومه شوې چې د پي اېس او انتظاميې په كال 2012م كښې يوه بله غېر قانوني لوظنامه هم كړې او د دې له امله هم قومي خزانې ته لوي زيان رسېدلې۔ د كراچې څخه نيول شوې تورن به جسماني ريمانډ لپاره نن د كراچې په احتساب عدالت كښې وړاندې كولې شي۔ تورن اختر ضمير او قېصر جمال د وړاندې نه د دريارلس ورځو په ريمانډ د نېب په تحويل كښې دي۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں