اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د نېشنل هېلت سروسز ٬ رېګولېشنز اېنډ كوآرډينېشن لنډ مهاله وزير شېخ محمد یوسف د خېر ښګړې كاز مخ په وړوندې بوتللو لپاره به د صوبو ج بشپړه ملګرتيا كولو عزم څرګندونې سره وئيلي دي مونږ د پاپولېشن كمېسون آف پاكستان بيا فعاله كوٶ او په دې لړ كښې د نېشنل پاپولېشن پاليسۍ كال 2017 كښې د شاملولو پحقله د شرائطو او د اډانې په ساخت نظر ثاني شوې ده او د دې پاليسۍ له مخې د 5 اربه روپو خاص فندز جوړولو لپاره كاروائي روانه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ” خانداني منصوبه بندي بشري حق دے” په سرخط د آبادۍ نړيوالې ورځ په مهال دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د كال 2017 سر شمېرې له مخې د پاكستان آبادي 207.7 مېليونه ته رسېدلې ده چې له مخې ئې پاكستان د نړۍ د زياتې آبادۍ لرونكو په هېوادونو كښې په پنځم لمبر دے او د زېږېدنې شرح هم زياته ده۔ ده ووئيل په آبادۍ كښې د زياتي له امله د زيږېدنې شرح كښې هم اضافه شوې چې ورسره د اوبو٬ ځنګلونو او په باراني زمكو مسائل هم زيات چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر چېلنجونه رامخې ته شوې ٬ ده ووئېل په دې چېلنجونو د قابو نه موندلو په سوب سړي سر آمدن كښې كمې٬ په بېرزګارۍ كښې اضافه او د اولس د ژوند غورځېدونكې معيار مسئلې راپېدا كېږي۔ وفاقې وزير ووئيل پاكستان په يو شمېر نړيوالو لوظنامو په خاص توګه د فېملي پلاننګ 2020 د لوړې كچې كنفرنس او د كوټلې پرمختيائي اهدافو په اړه لاسليك كړې خو د پاكستان د دې هدفونو ترلاسه كولو لپاره اشاري ښې نه دي ځكه پاكستان كښې د زېږېدنكو ماشومانو د مړينې شرح په يو لك كښې 170 ده٬ په هر يو زرو ماشومانو كښې 62 ماشومان مري او د مانع حمل داروګانو د استعمال شرح 35 فيصده ده كوم ه چه د تركيې٬ ايران ٬ انډونيزيا غوندې هېوادونو او سارك هېوادونو نه هم كمه ده ۔۔ ده ووئيل د آبادنۍ مسئلو هواري لپاره د يو شمېر څانګو هلو ځلو سره سره په وفاقي او صوبائي كچه همكارۍ ٬ رابطه كاري او نګراني د پاپوليشن كمېسون ذمه واري ده۔