جسټس(ر)دوست محمد خان د خېبرپښتونخوا د لنډ مهاله اعلٰی وزير په حېث سوګند پورته كړو

image
APP09-06 PESHAWAR: June 06 - Governor Khyber Pakhtunkhwa, Engr. Iqbal Zafar Jhagra administering oath to Caretaker Chief Minister Khyber Pakhtunkhwa Justice (R) Dost Muhammad at Governor House. APP

پېښور 06 جون (اے پی پی) جسټس(ر)دوست محمد خان د خېبرپښتونخوا د لنډ مهاله اعلٰی وزير په حېث سوګند پورته كړے دے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا د ده څخه سوګند واخسته۔د سوګند پورته كولو دستوره د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس جرګه هال كښې وشوه۔په دستوره كښې موده پوره كونكي اعلٰی پروېز خټګ پشمول د صوبائي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬چيف سېكتر اعظم خان٬انجينئر امير مقام٬مولانا ګل نصيب خان٬سردار حسېن بابك٬حاجي غلام علي٬پخواني صوبائي وزيرانو او نورو سياسي لارښودو او سول او اعلٰی سول چارواكو ګډون وكړو۔د دې نه پس لنډ مهاله اعلٰی وزير دوست محمد خان د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا سره ملاقات وكړو۔دې شبه ګړۍ ګورنر سره ؤ او هغه سره يې د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه كوله۔ګورنر په دې موقع دوست محمد خان له د اعلٰی وزير په حېث پھ چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د سوګند پورته كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې لنډ مهاله اعلٰی وزير جسټس(ر)دوست محمد خان ووئيل مونږ آئيني تقاضې پوره كولو لپاره لنډې مودې له راغلې يو او مونږ به هڅه كوو چې اولس له آسانۍ وركړو۔ده په ډاګه كړه چې په وخت او سپيځلو ټاكنو ته به پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل په لنډ مهاله كابينه كښې به لږ كسان وي۔د وګړو د ټېكس پېسې بچ كولو هڅه به كولې شي۔ده ووئيل لنډ مهاله حكومت به د بجټ په معامله د پخواني حكومت سره قانوني مشاورت كوي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں