د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د داؤد ډېنټل کالج نوې ودانۍ پرانستې دستورې ته خطاب

image

کراچۍ ۔ 23 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو او منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي اوسني حكومت كراچۍ ته د امن او پرمختګ ډالۍ وركړې۔ كله چې مو حكومت ترلاسه كړو نو كراچۍ د ناامنۍ ناوړه حالت سره مخ وه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د داؤد ډېنټل کالج نوې ودانۍ پرانستې دستورې په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر د كالج د بېلو برخو څارنه هم وكړه۔ په دې مهال د داؤد پوهنتون وائس چانسلر وفاقي وزير د كالج خذماتو څخه خبر كړو۔ وفاقي وزير ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې مو كاله حكومت ترلاسه كړو نو د كراچۍ حالات ډېر ناوړه وو د كومو سمولو له چې كوټلي ګامونه پورته كړې شول چې په نتيجه كښې ئې نن كراچۍ كښې د امن او سوكالۍ دور پېل شوې۔ ده ووئيل حكومت قامي ګرډ كښې 10 زره مېګاواټ څخه زياته برېښنا شامله كړې چې ورسره هېواد كښې د توان په ستونزه قابو موندلې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده حكومت 1700 كلوميټره موټروېز جوړې كړې دي

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں