پاكستان او سري لنكا په مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كوي

image
APP16-25 ISLAMABAD: April 25 - Commander of the Sri Lankan Army, Lieutenant General Mahesh Senanayake called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي پاكستان او سري لنكا د ترهه ګرۍ په لړ كښې د يو ډول حالاتو ثابت قدمۍ سره مقابله كړې چې ورسره په سيمه كښې استحكام پېدا شوې۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبره د سري لنكا وسله وال ځواك مشر لېفټيننټ جنرال مهيش سينانائيكے سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې خپل پلاوي سره ده سره په ايوان صدر كښې وليدل۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان او سري لنكا خپلو كښې مثالي اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان سري لنكاسره په خپله ملګرتيا وياړ لري او د خوشحالۍ خبره دا ده چې په ترهګرۍ د قابو موندلو پشمول په ځينو نورو چارو پاكستان د خپل مخلص دوست سره كار كړي۔ ده ووئيل د سري لنكا پشان پاكستان هم د ترهه ګرۍ ښكار وو خو پاكستاني قام د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ودرېدو سره د دې مقابله كړې او مونږ په دې مسئله تر ډېر حد قابو موندلو كښې بريالي شوي يو د كومې لپاره چې قام لويې قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل په هېواد كښې امن راغلې او كاروباري هلې ځلې د معمول ترمخه روانې دي دغسې بهرني سرمايه كار او سوداګر هم پاكستان سره تجارت ته ترجيح وركوي۔اولس مشر ووئيل د ټولو ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكې د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنياد دې خو د پخوانۍ كشمير مسئلې تراوسه نه حل كېدو په وجه په سيمه كښې ستونزې شته كومې چې زمونږ لپاره د تشويش وړ دي۔په كشمير كښې په بې ګناه وګړو ظلمونه هم زمونږ لپاره د خفګان وړ خبره ده٬ مونږ غواړو چې نړيوالې ادارې او ورورولي په دې لړ كښې كردار ترسره كړي۔ په دې موقع د سري لنكا وسله وال ځواك مشر په بېلو څانګو كښې د پاكستان په مرسته د اولس مشر مننه كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به د مرستې دا سلسله سباؤن كښې هم دې جذبې سره روانه وي۔ده ووئيل پاكستان د بده تهذيب مركز دې كوم چې د دواړو قامونو شريكه ورثه ده۔پاكستان ته راتللو سره په دې ډېر خوشحاله شوي يو

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں