اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د پيندۍ په کنټونمنټ بورډ كښې د سينټري ورکرز خالي چوكۍ نشته۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمي په مهال د ډاکټر شاهده رحماني د پوښتني په ځواب خواجه محمد آصف ووئيل بکرا منډي چوك ، ټاهلي موري او چکلاله كښې 6 سينټري ورکر کار كولو،دغه ورکرز خپلي ذمه وارۍ ځائې اړوندو چارواكو ته د اطلاع وركولو نه غير بدلې كړي، دغه كسانو كوم بل ځاے هم كار كولو،دا مهال کنټونمنټ بورډ کښې كومي خالي چوكۍ نشته چې په هغي تعيناتة وکړې شي۔د دفاع وزير ووئيل د سينټري ورکرز سره په زياتو ځايونو د كار كولو موقعې شته او هغوي خپل ژوند تيروي، مونږ د دې كوم حل نه لرو