بي آئي اېس پي د پاكستان د سماجي تحفظ لوي پروګرام دے٬ د مستحقو مېرمنو معاشي اختيار له د بي آئي اېس پي كردار ډېر مهم دے۔ د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد ميډيا ته بريفنګ

image

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي بي آئي اېس پي د پاكستان د سماجي تحفظ لوي پروګرام دے٬ د مستحقو مېرمنو معاشي اختيار له د بي آئي اېس پي كردار ډېر مهم دے٬ د دې پروګرام بنياد شهيدې بې نظير بهټو اېښودے ؤ او صدر پاكستان آصف علي زرداري په كال 2008 كښې په دې عمل كړے ، د دې پروګرام په سبب د پاكستان بې وسه مېرمنو ته شناخت ترلاسه شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه سينيټر روبينه خالد په بي آئي اېس پي هيډكوارټرز كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ دې ووئيل د دې پروګرام په اړه دا منفي تاثر دے چې د دې پروګرام د لارې بې وسه خلق خېر غوښتونكې جوړولې شي٬ په ګرده نړۍ كښې د دې نوعيت سماجي پروګرام نشته٬ د بې وسه كسانو مرسته كول د رياست ذمه واره ده، دا پروګرام د مستحقو كسانو بنيادي ضرورتونه او خرڅونه برداشت كولو كښې د دوي اضافي معاونت كوي٬ سينيټر روبينه خالد ووئيل مستحقو مېرمنو او د دوي كورنۍ لپاره بينظير سكل ټريننګ پروګرام هم پېل كوٶ ٬ په دې لړ كښې نيوټيك او منسټري آف اورسيز پاكستانيز سره مشاورت روان دے۔ دې ووئيل صدر مملكت ، وزيراعظم او د ګوند چيئرمين بلاول بھټو زرداري په خاص هدايات د بلوچستان بې وسه اولس ته په ترجيحي بنيادونو د دې پروګرام د لارې ګټه رسولې كېږي٬ په بلوچستان كښې تعليمي وظائف او د نشوونما پروګرام كښې شموليت لپاره د پي اېم ټي حد د 32 نه 60 كړے شوے دغسې چې زياتې مستحقې كورنۍ د دې پروګرامونو څخه مستفيدې شي ۔ دې ووئېل د كفالت پروګرام له مخئ د درې مياشتني رقم اجراء په موقع مېرمنو ته د ټولو پیسو نه ترلاسه كېدو په شكايتونو قابو موندلو لپاره د بينكنګ نوې ماډل هم معرفي كوو ۔ په دې موقع د بي آئي اېس پي سيكرټري عامر علي احمد ميډيا ته د پروګرام او اقدامات تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د بريفنګ پائې كښې چيئرپرسن او سيكرټري د پروګرام پحقله د ميډيا د پوښتنو ځوابونه هم وركړل او د پروګرام بهترۍ لپاره د دوي لخوا د وړاندې كړو تجويزونو ئې ستائنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں