پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د افريقې د نمائندګۍ په زياتولو زور

image

ملګري ملتونه۔ 13اګست(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د اصلاحات لاندې په كونسل كښې د افريقې نمائندګي زياتولو سره دې سيمې سره د شوې ناانصافۍ ازالې په حاجت زور راوړے او وئيلې يۍ دي چې دې سره كونسل په زياتېدونكو چېلنجونو قابو موندلو له لا فعاله ٬ بشپړ او ځواب وركوؤنكے جوړيدے شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم په سلامتي كونسل كښې د افريقې فعاله نمائندګي زياتولو سره په اړونده مباحثه كښې ووئيل مونږ افريقې سره د شوې نا انصافۍ يعني په دې د قبضې ٬ جبر ٬ استحصال او په سلامتي كونسل او نورو نړيوالو ادارو كښې د دې د كمې نمائندګۍ اعتراف كوؤ۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان د افريقه دې غوښتنې سره اتفاق كوي كومه چې په ’’ایزلوینی اتفاق رائے‘‘ كښې د افريقې سيمې مساوي نمائندګۍ لپاره شوې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دا د څلورو رياستونو هند ٬ برازيل ٬ المان او جاپان غوښتنې څخه بېخي مختلف ده كوم چې د سلامتي كونسل غړيتوب ترلاسه كولو له كمپائن چلوي۔ ده مساوي جغرافيائي نمائندګي زياتولو له د ’خصوصی سيمه ايزو چوكو ‘‘ تعين له د وړاندېز وركولو سره ووئيل دا چوكۍ د سيمې دننه غړو هېوادونو ته وار په وار سپارلې كېدې شي يا په بل صورت افریقائي يونين، اروپائي يونين ٬ عرب ليګ او او آئي سي ته نمائندګي وركړې كېدې شي۔ پاكستاني استازي په كونسل كښې د وېټو حق لرونكو شمېره كښې د زياتوالي مخالفت كولو سره ووئيل په دې وروستيو مياشتو كښې د سلامتي كونسل په فعاله اجتماعي كارروايۍ كولو كښې پرله پسې ناكامۍ ٬ په خاص توګه غزه كښې د اسرائيلي جنګ ختمولو كښې ناكامه پاتې كېدو كښې د وېټو حق مهم رول لوبولے دے ۔ دې سره به د كونسل لا مفلوج كېدو اندېښنې زياتې شي۔ ده ووئيل كه د وېټو حق ختمېدے نه شي نو د انصاف او برابرۍ تقاضا دا ده چې د دې كارول محدود كړے شي په خاص توګه مستقل غړو څخه دې دا لوظ واغستے شي چې هغوي به د وېټو حق نسل كشۍ ٬ جنګي جرمونو او د انسانيت په ضد جرائمو كښې نه كاروي۔ په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ډينس فرانسس هم خطاب وكړو۔ ده په سلامتي كونسل كښې د اصلاحاتو په حاجت زور راوړلو سره په نړيوال امن او سلامتيا كښې د افريقې بنيادي كردار په ډاګه كړو

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں