اسلام آباد۔9اګست (اے پي پي)د منصوبه بندی، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال پیرس اولمپکس كښې د سرو زرو به مېډال ګټلو اتھلیټ ارشد ندیم له مبارکي وركړې۔ د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت څخه د جاري بیان تر مخه احسن اقبال ووئېل د ارشد ندیم محنت او عزم په نړۍ كښې د پاکستان سر په فخر سره هسك كړو ، دا تمغه د ګرد قام لپاره عظیمه کامیابي ده، مونږ پخپلو ځوانانو وياړ لرو كوم چې د پاکستان روښانه سباون دے ، دې بريا ثابت كړه چې پاکستانے قام د چا نه کم نه دے ۔ ده ووئېل د ارشد ندیم کامیابي د زلمو لوبغاړو لپاره د لارې مشال دے ، دا بريا يوازې د يو لوبغاړي نه ده بلکې د ټول قام ګټه ده۔ د ده وېنا وه اولمپکس كښې د کامیابۍ دا لمحه به د پاکستان په تاریخ كښې په غوره ټكو لېكلې شي۔