حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره پاكستان كښې د سوئېلي افريقې هائي كمشنر ملاقات

image

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره پاكستان كښې د سوئېلي افريقې هائي كمشنر متهوزيلي مد كيزا د نهې په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د فلسطين په صورتحال په خاص توګه د خيالاتو څرګندونه شوی۔حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د سوئېلي افريقې لخوا د انصاف په نړيوال عدالت كښې په مقدمه كولو د سوئېلي افريقې حكومت او اولس مننه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان اولس او حكومت د سوئېلي افريقې د دې اقدام بشپړه ملاتړ كوي او په دې اقدام هغوي ته پیرزوئنې وړاندې كوو۔د سوئېلي افريقې هائي كمشنر متهوزيلي مدكيزا ووئيل د فلسطين په اولس د كېدونكي ظلم په ضد مونږ د فلسطين اولس سره اوږه په اوږه ولاړ يو او په هر ډول به د فلسطين په اولس د ظلم او ستم په ضد سوئېلي افريقه خپل كردار تر سره كوي۔

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں