موجوده صورتحال د كال 2008 او د كال 2013 څخه زيات ښه دے٬ ټول ټاكنې به د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي، الېکشن کمېشن ته راتګ د معمول برخه ده۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات اوخپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي پاكستان كښې په زياتو نا سمه حالاتو كښې هم الېكشن شوے ٬ موجوده صورتحال د كال 2008 او د كال 2013 څخه زيات ښه دے٬ ټول ټاكنې به د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي، الېکشن کمېشن ته راتګ د معمول برخه ده۔ د شورو په ورځ په الېكشن كمېشن آف پاكستان كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د نګران كابينې د وړومبۍ غونډې نه وروستو پرله پسې الېكشن كمېشن سره په رابطه كښې يو، هره ورځ اليکشن کمېشن سره رابطه كېږي٬ دلته راتګ د معمول د رابطې برخه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زما د چيف الېكشن كمشنر سره ملاقات نه دې شوے۔ د امنيتي صورتحال پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې په زياتو نا سمه حالاتو كښې هم الېكشن شوے ٬ موجوده صورتحال د كال 2008 او د كال 2013 څخه زيات ښه دے٬ انتخابات به د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي٬ ۔ د ټولټاكنو كورېج له د فارن ميډيا پاكستان ته د راتګ پحقله د پوښتې په ځواب ده ووئيل دا معلومات به خارجه وزارت او الېكشن كمېشن وركوي٬ د سياسي ګوندونو د هلو ځلو پېل كولو پحقله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د سياسي ګوندونو د كانديدانو د اعلان نه وروستو انتخابي هلې ځلې به په رسمي توګه پېل كېږي٬ د جنورۍ 15مې نيټې نه پس مسلم ليګ ن هم د جلسو اعلان كړے ٬ د دغې نه وروستو به په انتخابي هلو ځلو كښې لا تندوالے راشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د داخله وزارت قلمدان وزيراعظم سره دے٬ د رولز آف بزنس له مخې كله چې يو وزير نه وي نو اړوند وزارت وزيراعظم سره وي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں