بابائے قام د خپلو صلاحيتونو، عزم او غېر معمولي کردار په سبب د پاكستان خوب رښتيا كړې۔ د وفاقي وزير مرتضٰې سولنګي د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناحؒ په 147م زوكړې پېغام

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي بابائے قام قائداعظم محمد علي جناحؒ ته په 147م زوكړې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې قائداعظم د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د خپلواكه او جلا رياست جوړلو لپاره ډېر هلې ځلې كړې دي۔ د ګل په ورځ خپل پېغام خحې ده ووئيل نن ټول قام د پاکستان محسن قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كوي٬ قائداعظم محمد علي جناحؒ د پاكستان په صورت كښې يو داسې رياست جوړول ممكن كري چرته چې د رنګ و نسل، مذهبي و لساني او د هر ډول تفريق نه غېر ټولو وګړو ته ژوند كولو او د پرمختګ يو ډول موقعې ترلاسه وي۔ ده ووئيل بابائے قام د خپلو صلاحيتونو، عزم او غېر معمولي کردار په سبب د پاكستان خوب رښتيا كړې۔ ده ووئيل په رامخې ته مسئلو قابو موندلو لپاره به د اتحاد، تنظيم او يقينِ محکم په ځالانده اصولو چلند كول وي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ مونږ له د دې عزم پخلې كول دي چې پاكستان به يو عظيم او قوي هېواد جوړوٶ۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں