د 10 بېلين ټري منصوبې له مخې به نور مينګرووز لګولے شي۔د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص صلاحكار ملك امين اسلم د ګرين فنانسنګ سكيم پرانستې په موقع خطاب

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص صلاحكار ملك امين اسلم وئېلي دي په پاكستان كښې د تېرو 20 كلونو په مهال د مينګرووز په شجركارۍ كښې 300 فيصده اضافه شوې د٬د 10 بېلين ټري پروژې له مخې نور مينګرووز لګولې شي۔د پاكستان چين ګرين زون جوړوو۔ده د زيارت په ورځ د موسمياتي بدلون په اړه د ګرين فنانسنګ سكيم پرانستې په موقع خطاب كولو۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان هم موجود ؤ ۔خاص مرستيال ووئيل د بليو كاربن جائزه رپورټ به وړاندې كولې شي۔مينګرووز د پاكستان اثاثه ده٬كه چرې مونږ دې اثاثې ته تحفظ وركړو نو كال كښې به 3 لكه ټنه كاربن جزب كړو٬ د 10 ارب سونامي ټري منصوبې له مخې به نور مينګرووز لګولې شي۔ده ووئيل په نړۍ كښې بليو كاربن په دريو ځايونو كښې محفوظولے شي او خوش قسمتۍ سره په پاكستان كښې د درېو واړو موقعې موجود دي۔بليو كاربن رپورټ كښې پاكستان د سباؤن روډ مېپ وركړے ۔په ماضي كښې دا خزانه زمونږ نه پټه وه۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں