اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) هېوادونو د پارليماني اسمبلۍ دويم كنفرنس “اسلام آباد اعلاميه” جاري كړې شوې چې پكښې د محكوم كشميري او فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره د بنيادي بشري حقونو خلاف ورزو غندنه شوي دغسې يوه ارخيزه اقتصادي بنديزونو او سيمه ايز حدود څخه ماورا يا د سياسي فشار په توګه د وسلي كارول د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوال قوانين خلاف ورزي ګرځولو سره دې څخه ځپلو د اي سي او غړو هېوادونو ته د بشپړه مرستي باور وركړے شوے۔ د شورو په ورځ سيمه ايز تجارت او رابطو په وده جاري اسلام آباد اعلاميه كښې وئيلي شوي د پائيكو پارليمانونو مشرانو (سپيكر چيئر پرسنز صدور) اسلام آباد كښې په 01 او 02 جون،2021 د اسلامي جمهوريه پاكستان د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د پائيكو دويم جنرل كانفرنس كښې ګډون كړے، په دې مهال د اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) په پراخه بنيادونو د اغراض مرستې لپاره د پائيكو په اهميت زور راوړلے شوے چې مقصد ئې د غړو هېوادونو سماجي او اقتصادي پرمختګ ته وده وركول دي۔د اي سي او د سماجي معاشي اغراض پوره كولو كښې د كوټلي ذريعې په توګه د پي اے اي سي او په مشرۍ كښې د پارليماني مذاكرات ته د ودې وركولو حاجت تر مخه اي سي او سيمه كښې سيمه ايزو رابطو او معاشي يووالي لپاره د پارليماني سفارتكارۍ امكانات څخه استفادې له د پي اے اي سي او په اهميت زور راوړے۔اعلاميه كښې وئيلي شوي د پي اے اي سي او سيكرټريټ په كوربتوب كولو د 2013 نه تر اوسه د خپل مالي حاجت پوره كولو په لړ كښې د پاكستان د قامي اسمبلۍ مننه شوې او د كووډ۔19وبائي رنز له امله ارتقاﺀ پذير سيمو او سيمه ايز صورتحال باندې غور شوے۔اعلاميه كښې د فلسطين او د مقبوضه جمو او كشمير مظلوم اولس په اړه د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزو ته پام لرنې سره اتفاق شوے۔ د پائيكو دائركار كښې د تجارت، سيمه ايزو رابطو او د غړو هېوادونو اولسونو په خپلو كښې د رابطو زياتولو په حاجت زور راوړے شوے۔شريكه اعلاميه كښې وئيلي شوي سيمه ايزه مرسته او يوالے باوري كولو سره به د اي سي او غړي هېوادونه د سيمو ترمينځه تجارت كښې زياتوالي لپاره د بلاكس جوړولو په لړ كښې تګلارې او په انتظامات عمل درآمد كولو، هغه فعاله او مستحكمولو لپاره بشپړه مرسته او ډاډګيرنه كوي دغسې د اي سي او د تجارتي لوظنامې (اي سي او ټي اے)، د اي سي او ټريډ و ډويلپمنټ بينك، د اي سي او ري انشورنس كمپني، د اي سي او د معيار بندۍ سيمه ايزي ادارې ، تصديق او علم پيمائش (اي سي او۔ آر آئي ايس سي اے ايم)، د اي سي او غړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارو تحفظ او ودي لوظنامه ، د اي سي او ټرانزټ ټرانسپورټ فريم ورك ايګريمنټ (ټي ټي ايف اے)، د تجارت، خزانې ماليات او سرمايه كارۍ په لړ كښې به سيمه ايز انضمام لپاره لا ادارہ جاتي او انصباطي اي سي او فرېم وركس بنيادي نكات وي ۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي د پائيكو سيكرټريټ لپاره به د چارټر آرټيكل 7(اے) ترمخه جنرل فنډ سمدستي جوړولے شي دغسې چې دا سيكرټريټ په بشپړه توګه فعاله كړے شي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي د پائيكو بين الپارليماني سفارتكارۍ اړخونه په بشپړه توګه فعالولو په لاره كښې د خنډانو جاج اخستو له د چارټر آرټيكل (ح) له مخي د يوې كمېټۍ جوړولو سفارش كوو ، اي سي او انشورنس كمپني د تاخير نه غير جوړولو ډاډګيرنه به كولې شي دغسې چې قامي او سيمه ايزه بيمه كاري او د زرمبادله صلاحيتونه زيات كړے شي ۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي اي سي او ټي اے به به سمدستي توګه د عمل درآمد د لارې د سيمي ترمينځه تجارت زياتولو له غړي هېوادونه سمدستي اقدامات ته راضي كولې شي۔د سيمي ترمينځه تجارتي حجم زياتولو لپاره د ټرانزټ ټريډ، د كاروبار لګښت كمولو او د مالي انفراسټركچر په اهميت زور راوړلو سره به سيمه ايز انفراسټركچر پراجيكټس، اي سي او ټرانزټ ټريډ فريم ورك ايګريمنټ (اي ټي اټي ايف اے) باندې عمل درآمد او د اي سي او راهداري فعالولو لپاره كوټلو اقدامات كښې د غړو هېوادونو او سيكرټريټ ډاتډګيرنه كولې شي۔ اعلاميه كښې د اولسونو په كچه رابطو زياتولو، كلتوري مرستي او سيمه ايز پرمختګ كښې د سيلګرۍ مهم كردار معلومولو سره وئيلي شوي د ځوانانو كلتوري تبادلو زياتولو ، د صحت منده سيلګرۍ ډاډګيرنه ، د پيشه وره ادارو ترمينځه رابطې زياتولو او ويزا انتظامات كښې آسانيو او ويزا انشورنس كښې رعايت وركولو سره د سيمو ترمينځه سيلګرۍ له آسانيو وركولو لپاره د غړو هېوادونو اړوندو چارواكو له د كوټلو اقداماتو بلنه وركړې شوې۔ اعلاميه كښې په سماجي اقتصادي پرمختګ كښې د ميرمنو د ګډون كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي شوي چې كاروباري ميرمنو لپاره ويب پورټل فعالول ، د پلاويو تګ راتګ ، نندارتونه كول او د تربيتي وركشاپس هلي ځلي به زياتولي شي۔ اعلاميه كښې د فلسطين او د مقبوضه جمو او كشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندوني پخلي كولو سره په لويه توګه د بشري حقونو د خلاف ورزو غندنه شوې ۔ اعلاميه كښې د دويم جنرل كانفرنس آف پي اے اي سي او په كوربتوب كولو د اسلامي جمهوريه پاكستان د قامي اسمبلۍ مننه كولو سره د افغانستان د اړخه 2022ء كښې په كابل كښې د پي اے اي سي او دريم جنرل كانفرنس كولو د كوربتوب د وړانديز هركلے شوے