اسلام آباد۔2جون (اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي حكومت به راروان بجټ 2021-22 كښې بې وزله وګړو ته زيات ريليف وركړي۔ حكومت ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو ته خاص پاملرنه كوي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل هېواد كښې د كورونا وبائي رنځ د لاسه رامخې ته شوو غېر معمولي حالاتو كښې بجټ وړاندې كولې شي۔ بجټ كښې د حكومت اولنۍ ترجيح داسې څانګو ته وده وركول دي كومې چې د كورونا د لاسه زياتې ځپلې شوي۔ عثمان ډار ووئيل نړيواله ورورولي د كورونا وائرس مخنيوي لپاره د پاكستان د كاميابو هڅو اعتراف كوي۔ هغه ووئيل حكومت دا خبره باوري كوي چې د ورځې به اجرت كار كوونكې ملازمين د كورونا وبا په مهال د ملازمت نه لرې نه كړے شي ۔ عثمان ډار ووئيل په كورونا وائرس قابو موندلو له د ټولو ادارو په ګډه كار كول د ستائنې وړ ده۔ هغه ووئيل حكومت هېواد كښې معيشت مستحكم كولو او كاروباري هلو ځلو ته وده وركولو له شپه او ورځ هڅې كوي