د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په لاهور كښې غونډې ته وېنا

image

لاهور 08 اپرېل (اے پي پي) اولس ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د کرونا وائرس قرنطينه مركزونو ته دې د درملنئ غوره آسانۍ وركړئ ، شكمنو رانځورانو ته هم د اعلٰې معيار سهوليات باوري كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د شورو په ورځ د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پنجاب اعلٰي وزير سردار عثمان بزدار، ګورنر چوهدري محمد سرور، صوبائي وزيران او لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د كرونا وباء پحقله د صورتحال جاج واخستلې شو۔ په دې موقع د پنجاب سېكتر غونډې ته بريفنګ وركړو او د دې وباء مخنيوي لپاره ئې د حكومتي اقداماتو نه غونډه خبر كړه۔ د صحت صوبائي وزيرې ډاکټر ياسمين راشد اولس مشر ته د رنځورانو د درملنې چارو په اړه بريفنګ وركړٶ او ټوله صوبه كښې ئې د قرنطينه مركزونو او د سهولياتو په اړه خبر كړو۔ د بريفنګ په مهال صوبائي وزيرې ووئيل روغتونونو كښې درملنې لپاره هر ډول ممكنه اقدامات باوري كړې شوي٬ د ډاکټرانو او طبي عملې تحفظ لپاره هم اقدامات شوي۔ د پنجا ب چيف سېكتر غونډې ته ووئيل د وباء د خپرېدو لاره نيولو لپاره د سفر په هداياتو عملدرآمد روان دے او ګرده صوبه كښې تګ راتګ محدود كولو له ښه انتظامات شوي۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوي ووئيل کرونا وائرس ته دې د درملنئ غوره آسانۍ وركړې شي ، شكمنو رانځورانو ته دې هم په آئسولېشن مرکزونو كښې د اعلٰې معيار سهوليات باوري كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں