د حكومت لخوا په احساس اېمرجنسي كېش پروكرام عمل تندۍ سره روان دے۔ د پروګرام د لارې به وفاقي حكومت 120 لكه كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركوي۔ ډاكټر ثانيه نشتر

image

اسلام آباد ۔ 5 اپریل (اے پی پی) د وزيراعظم د بې وزلۍ كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي د حكومت لخوا په احساس اېمرجنسي كېش پروكرام عمل تندۍ سره روان دے۔ د پروګرام د لارې به وفاقي حكومت 120 لكه كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركوي۔ دې پروګرام څخه به د څلورو واړو صوبو په شمول د كشمير او ګلګت بلتستان وګړي هم استفاده كوي۔ احساس کفالت پروګرام كښې شاملو مېرمنو ته به هم 4 مياشتو لپاره 12 زره روپۍ يو ځائ وركولې شي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس كښې دې ووئيل صوبې به هم خپل بجټ كښې د مستحقو وګړو مرسته كوي۔ دې ووئيل د زياتو خواستونو په صورت كښې به پروګرام پراخا كولې شي۔ دې ووئيل د سټېټ بانك د لارې ډېټا جمع كولې شي۔ دې سره سره اېف بي آر او نورې ادارې هم مرسته كوي۔ دې ووئيل بېړني كېش لپاره د شناختي كارډ لمبر په 8171 لېږلې شي او ددې د لارې به د سړو په نامه رقم جاري كولې شي۔ دغسې د سفري خرڅونو او ګاډو تفصيلات هم جمع كولې شي۔ ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل حكومت د هېواد د تاريخ تر ټولو لوئے ريليف مهم چلوي۔ دې ووئيل دې پروګرام لپاره 144 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دې ووئيل وفاقي او صوبائي ملازمين به دې پروګرام كښې د برخه اخستو اهل نه وي۔ ًمستحق وګړو ته به د بائيو مېټرك پيژندګلو څخ وروستو رقم استولې شي او دې لپاره 18605 سېل پوائنټس مقرر كړې شوي دي۔ مستحقین به د شراکتی بانكونو پوائنټ آف سېل مرکزونو او اے ټيم مشينونو څخه خپل رقم ترلاسه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں