د وړومبۍ مېرمن ثمینه علوی په محسن مرتضیٰ شهید ماډل سکول فار بوائز جي سېكس فور كښې د پاك چين فرېنډ شپ كمپيوټر لېب پرانستې دستورې ته وېنا

image
APP18-23 ISLAMABAD: September 23 - First Lady Mrs. Samina Alvi addressing the inauguration ceremony of China-Pakistan Friendship Computer Lab at Mohsin Murtaza Shaheed Model School. APP

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن ثمینه علوي پاك چين دوستي د قدر وړ ګرجولو سره وئيلې دي د پاکستان او چین ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته به عامو وګړو لپاره سود منده وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وړومبۍ مېرمن ثمینه علوی په محسن مرتضیٰ شهید ماډل سکول فار بوائز جي سېكس فور كښې د پاك چين فرېنډ شپ كمپيوټر لېب پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير كورودانې لو شن يو هم دوي سره وه۔ دې ووئيل پاکستان د تېرو ځينو كلونو راهسې په سختو وختونو كښې د چين مرسته به كله نه هېروي۔ دې ووئيل پاکستان له به د اولس د ژوند معيار ښه كولو او د غربت خاتمې لپاره د چين حكومت لخوا د پورته كړو انقلابي اقداماتو نه زده كړه كول وي۔ ثمينه علوي ووئيل حكومت زده كوٶنكي د سباٶن چېلنجونو مخنيوي لپاره جوګه كولو او د تعليم معيار ښه كولو پلو پام ګرځولې۔ دې د لېب په جوړولو د چين د سفارت مننه وكړه او وئ وئيل دا لېب به د زده كوٶنكو لپاره د علم او تحقيق لپاره پلېټ فارم جوړ شي۔ ثمينه علوي دا باور څرګند كړو لېب به د زده كوٶنكو د ټېكنالوجۍ په اړه صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره د ډاډ وړ وګرځي۔ دې په زده كوٶنكو زور رواړو چې خپل ټول توان د تعليم ترلاسه لپاره وكاروي۔ په دې موقع د چين د سفير كورودانې هم وېنا وكړ

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں