بلوچستان كښې د سېلګرۍ ودې له 76 کروړه روپۍ بېلې كړې شوې

image

اسلام آباد ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) بلوچستان حکومت صوبه كښې د سېلګرۍ ودې له د روان مالي كال بجټ كښې 76 کروړه روپۍ بېلې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د بلوچستان د سېلګرۍ څانګې يو عهدېدار اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل صوبائي حكومت د سېلګرۍ څانګې پرمختګ له 76 كروړه روپۍ بېلې كړې دي۔ ده ووئيل د زيارت او حنا اوړكه د سېلګرۍ په ځايونو د پرمختګ كار تند كړې شوې دې۔ ده ووئيل د مهرګړھ تهذیب محفوظ كولو له بشپړه هڅې روانې دي چې ورسره به د لكھونو په شمېر د ملكي او غېر ملكي سېلګرو پام دې پلو وګرځي

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں