د نواز شريف او د آصف علي زرداري د زندانونو نه د ټېلي ويژن او د ايئر كنډيشنر د اسانيو بېرته اخستلو پرېكړه مو كړې۔ وزيراعظم عمران خان

image

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نواز شريف او د آصف علي زرداري د زندانونو نه د ټېلي ويژن او د ايئر كنډيشنر د اسانيو بېرته اخستلو پرېكړه مو كړې۔ په كېپټل ون اېرينا كښې پاكستانې ټولنې ته د خپلې وېنا په مهال وزيراعظم ووئيل چې نواز شريف وائي چې د زندان خوراك ښه دے٬ د كور نه دې ډوډې راوړل شي٬ بيا ئې د ټي وي او ايئر كنډيشن غوښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې 80 فيصده پاكستانيان د ايئر كنډيشن اسانيې نه لري او 60 فيصده خلق ټي وي نه لري۔ ده ووئيل چې دا د زندان سزا وي چې دې پكښې اوسي۔ ده ووئيل چې پاكستان ته لاړ شم٬ د دوي د زندانونو نه به د ټي وي او ايئر كنډيشنر اسانيې بېرته واخلم۔ مريم بي بي به ډېر شور وكړي٬ خو نواز او زرداري په هغه صورت كښې د زندان نه وتلې شي چې دوي د قوم لوټ كړې پېسه ستنه كړي۔ ده ووئيل چې كله هم آصف زرداري زندان ته لاړ شي٬ د ناروغې بهانه وكړي او روغتون ته ځان ورسوي٬ هغه زيات بند په روغتون كښې تېروي۔ آصف زرداري تا به هم د ټي وي او ائير كنډېشنر نه بغېر په زندان كښې ساتو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں