د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئيلي دي چې سمندر پورې پاكستانيان دې د اثاثو څرګندولو د سكيم نه ګټه پورته كړي٬ دا هغو بهر مېشته پاكستانيانو لپاره ښه موقع ده كومو چې تر اوسه په پاكستان كښې خپلې اثاثې نه دي څرګندې كړې٬ بايد سمندر پورې پاكستانيان دلته د پراپرټې په اخستلو كښې برخه واچوي كومه چې د هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده٬ په پاكستان كښې اېكسچېنج رېټ بهتر دے٬ دلته په ډالر او پاؤنډز كښې سرمايه كارې سره به دوي ته ګټه ورسي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې هغه پاكستانيان كومو چې په هېواد كښې 183 ورځې تېرې كړې دي٬ هغوي ټېكس فائلر جوړېدے شي٬ داسې پاكستانيان د سكيم له مخې خپلې اثاثې څرګندولې شي۔ ده ووئيل چې داسې پاكستانيان كومو چې په پاكستان كښې 183 ورځې تېرې كړې وي او د هېواد نه بهر اوسي٬ د دوي امدن هم د هېواد نه بهر وي او داسې پاكستانيان هم چې په پاكستان كښې بزنس يا د پراپرټې نه امدن لري٬ نو هغوي د دې موقعې نه ګټه پورته كولې شي۔ داسې پاكستانيانو لپاره اسانيې وركړې شوې دي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې جائيدار اخستونكو لپاره دا ښه موقع ده چې هغوي د تېرو شپږو كلونو زوړ ټېكس ادا كولو سره ډېكلرېشن كولې شي۔ د دوي نه به په بهر هېواد كښې د امدن د ذريعو پوښتنه نه شي كولې۔ د ټېكس او ډېكلرېشن اسانيې يوازې په پاكستان كښې په جائيداد اخستلو دي٬ د داسې پاكستانيانو معلومات به چا سره نه شي شريكولې۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں