د اولس مشر عارف علوي د پاكستان اېسوسي اېشن آف دي بلائينډ كراچۍ پلاوي سره خبرې

image
APP05-30 ISLAMABAD: May 30 - President Dr. Arif Alvi talking to a delegation of Pakistan Association of the Blind, Karachi, who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی) اولس مشر عارف علوي وئېلي دي رياست د بصارت نه محرومو خلقو ته هر ممكنه آسانۍ وركولو له د خپلو ذمه وارو نه ښه خبر دے ۔د ښو پالېسو جوړولو لپاره د معذوره كسانو سمه شمېره مرتب كولو ته اړتيا ده۔ده د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د پاكستان اېسوسي اېشن آف دي بلائينډ كراچۍ پلاوي سره خبرې كولې۔پلاوي كښې د پي اے بي صدر غلام دستګير او ستر سېكتر قاري سعد او نور شامل وو۔اولس مشر د پي بي اے د اړخه د بصارت نه محرومو خلقو د ژوند معيار ښه كولو له د دوي د تعليم او تريبې سره د بحالۍ هڅې وستائېلې۔ده د بصارت نه محرومو خلقو پھ بېله كړې كوټه د مناسب عملدرآمد پشمول د هغوي هڅو له د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔اولس مشر په پي بي اے زور راوړو چې د بېت المال سره نزدې رابطه ولري٬ډاكټر فاطمه شاه په 1960 كښې پاكستان ا ېسوسي اېشن آف دي بلائينډ جوړ كړې او دا د والنټيئر سوشل ويلفيئر ايجنسي آرډيننس ترمخه رجسټرډ كړې شوې۔د تنظيم د جوړولو مقصد د بصارت نه محرومه خلق د تعليم ٬ تربيې او د بحالۍ د لارې دوي د ټولنې خود مختاره د احترام وړ او فعاله وګړي جوړول دي۔دا په پاكستان كښې د خپل طرز يوازنې رجسټرډ تنظيم دے كوم چې په اسلام آباد كښې فېډرل زون ٬ صوبائي سرښارونو كښې څلور برانچونه او دغسې په ټول هېواد كښې 47 څانګې لري۔د دې نه ځانله پي بي اے د بصارت نه د محرومو كسانو په بېلو سركاري څانګو كښې په بېله كړې كوټه بهرتۍ له هم هلې ځلې كوي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں