په ټول هېواد كښې د رحمت باران لپاره د استسقاء مونځ ادا كړے شو

image

اسلام آباد 26جنوری(اے پی پی)د اسلام آباد پشمول په ټول هېواد كښې د رحمت باران لپاره د استسقاء مونځ ادا كړے شوے۔د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت په خواست په ټول هېواد كښې د جمعې مونځ نه پس د استسقاﺀ مونځ ادا كړے شو ٬ د دې درخواست لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په هدايت د مذهبي چارو وزارت كړے ؤ ۔د مونځ نه پس علماﺀ كرامو د لوئې څښتن څخه په هېواد كښې د روانې خشك كالۍ څخه نجات لپاره دعاګانې وغوښتې۔په دې موقع د علماﺀ كرامو وينا وه چې دا د لوئې څښتن لخوا زمونږ امتحان دے٬مونږ له د خپل خالق څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غوښتل پكار ده او تل د لوئې څښتن د رحمت طلبګار پاتې كېدل پكار دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں