د الېكشن 2024 په اړه د ضابطه اخلاق اهميت رامخې ته كولو لپاره پرله پسې سېمينارز ٬ د شراكتدارو ترمېنځه د مباحثې پېل خوشبينه دے ۔ پي آئي او ډاكټر طارق محمود خان

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) پرنسپل انفارميشن آفيسر(پي آئي او) ډاکټر طارق محمود خان وئيلي دي د ټولټاكنو كال 2024 په اړه د ضابطه اخلاق اهميت رامخې ته كولو لپاره د پرله پسې سېمينارز كښې د شراكتدارو ترمېنځه د مباحثې پېل خوشبينه دے ٬ د فرېقېنو په خاص توګه په ميډيا كه دې بحث ته پام لرنه وكړې شي نو زمونږ هڅې به ګټورې وي۔ دا خبره ده د پي آئي ډي په اهتمام كښې د ”انتخابي ضابطه اخلاق” سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دا په دې لړ كښې درېم كامياب سېمينار ؤ چې پكښې نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرترې شاهيره شاهد، اکيډميه او د ميډيا نمائندګانو ګډون كولو چې پكښې بحث سره سره تجويزونه هم وركړے شول۔ دغسې پي آئي او پخپلو افتتاحي خبرو كښې د ټولو شراكتدارو په سېمينار كښې د ګډون هركلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں