اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) نېشنل آئي ټي سېمينار او د آئي ټي منصوبو اجرا به (نن) د زيارت په ورځ كېږي٬ وزيراعظم شهباز شريف به خاص مېلمه او د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير به اعزازي مېلمه وي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په سېمينار كښې به د منصوبه بندي او پرمختګ٬ د خزانې٬ دفاع، دفاعي پيداوار، خارجه چارو، انفارميشن ټېکنالوجي اېنډ ټيلي کميونيکېشن، د اطلاعات او خپرونو وزيران ګډون كوي۔ په سېمينار كښې به د پنجاب، سندھ، خېبر پښتونخوا او د بلوچستان اعلٰې وزيران٬ د سټېټ بېنك ګورنر٬ د اېف بي آر چيئرمېن، د آئي ټي پوهان، سينئر آرمي او سول چارواكي ګډون كوي۔ د خليجي هېوادونو، چين او د متحده عرب امارات څخه به انډسټري ليډرز او د سفيرانو پشمول اهم غېر ملكي شخصيات هم ګډون كوي٬ د سېمينار اهتمام خصوصي سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) له مخې كېږي ۔ د نېشنل آئي ټي سېمينار مقصد د آئي ټي پرمختګ لپاره ساز ګار ماحول ته دوه وركولو مشتركه مقصد ترلاسه كولو لپاره د ټولو شراكتدارو هڅې يو كول دي٬ سېمينار په به علم اډانه معيشت جوړولو او د هېواد تل پاتې پرمختګ باوري كولو كښې اهم كردار لوبوي٬د آئي ټي صنعت بهلا صلاحيت په آټو مېشن، ډيجيټلائزېشن، بزنس پروسيس ري انجينئرنګ (بي آر پي) او د مصنوعي ذهانت د انضمام د لارې نورو صنعتونو ته هم وده وركولې كېدې شي٬ په سېمينار كښې د آئي ټي په سېکټر د نوي بجټ اثرات٬ صنعتي منظر نامه، د آئي ټي برآمدات د لنډې مودې نه تر مېنځنۍ مودې د زياتولو په اقداماتو به غور وشي٬ سېمينار كښې به مطلوبه پوهې ترقي٬ د غېر ملكي سرمايه كارو راغب كولو هڅې، د كاروباري ادارو او سټارټ اپس ته په رامخې ته مسئلو تفصيلي رڼا اچولې شي۔ د پاليسو تسلسل او په کاروباري آسانيو به د اېس آئي اېف سي اثرات هم رامخې ته كولې شي٬ په سېمينار كښې به د پاكستان د آئي ټي د لويو كمپنو د سټالز نمائش هم كېږي٬ په سېمينار كښې به د ډيسټي نيشن پاکستان، ټېك لفټ بوټ کېمپ، د مېرمنو باغ لپاره وړومبې نالج پارك (اے جے اېنډ کے)، اېګري ټيك انکيوبيټر فېصل آباد او سنټر آف ايکسي لينس ان ګېمنګ اينډ اېني مېشن هم شامل وي