پېنډۍ ۔27نومبر(اے پی پی) په جوائنټ سټاف هېکوارټرز پېنډۍ کښې يوه پر وقاره دستوره اوشوه په كومه كښې چې جنرال ساحر شمشاد مرزا هلال امتياز (ملټري) د چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ په حېث خپلې ذمه وارۍ په غاړه واخستې۔ د اتوار په ورځ د پاک پوځ د عامو اړيکو څانګې (آئي اېس پي آر) ترمخه په دې دستوره کښې د درې واړو ځواكونو حاضر حاضر سروس او ريټائرډ چارواكو په شمول پخواني چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ ګډون وكړو۔ د چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ په رارسېدو د وسله وال ځواك چمتو جوائنټ سروسز ګارډ سلامي وړاندې كړه۔ جنرال ساحر شمشاد مرزا د ګارډ آف آنر او مارچ پاسټ جاج واخست