اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف د نړيوال فنډ جوړيدل د پاکستان پارلماني سفارتکارۍ لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي چې دې سره به په پاکستان كښې د سېلاب ځپليو مرستي بحالۍ كښې مرسته وشي۔په خپل يو بيان كښې راجه پرويز اشرف ووئيل’کاپ ۔27‘ په موقع د پاکستان پارلماني سفارتکارۍ مهمه كاميابي ترلاسه كړي او وزيراعظم شهباز شريف، خارجه وزير بلاول او د موسمياتي بدلون وفاقي وزير شيري رحمان موسمياتي انصاف لپاره په سيمه ايزه او نړيواله كچه غږ پورته كړې او د پاکستان حکومت او پارليمان هڅو رنګ راوړلې۔