اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمن وئيلي دي چې په پاكستان كښې د اوسني سېلاب دلاسه كومه تباهي رامخې ته شوې داسې مو كله هم نه وه ليدلې٬ په نړيوال حدت كښې د زياتوالي د لاسه به په سباؤن كښې هم قدرتي آفات رامخې ته كېږي٬ د سېلابي اوبو د لاسه ځپلې سيمې وبائي رنځونو سره مخ كېږي٬ د موسمياتي بدلون د لاسه د ځپليو شويو وګړو بحالي زمونږ د ټولو د ګډې ذمه واري ده ٬ نړۍ له به د موسمياتي بدلون د لاسه د رامخې ته شويو خطرو مخنيوې كول وي۔ د اتوار په و رځ په مصر كښې د انټر پارلېمنټری یونین غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل نړۍ له به د موسمياتي بدلونونو خطرو مخنيوي لپاره په ګډه اقدامات كول وي۔ دې ووئيل چې په پاكستان كښې د اوسني سېلاب دلاسه كومه تباهي رامخې ته شوې داسې مو كله هم نه وه ليدلې۔ دې ووئيل د سېلاب دلاسه په ګرد هېواد كښې رېلوے ټرېك ٬ سړكونو او د برېښنا په شمول بنيادي اډانې ته د 33 اربه نه د زياتو ډالرو زيان رسېدلې دې۔ دې ووئيل د سېلاب د لاسه 33 ملين نه زيات ځپلې شويو وګړي به د سختې يخنۍ نه بچ كول وي۔ دې ووئيل د سېلاب ځپليو بحالي او مرسته زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ دې ووئيل د ماحولياتي بدلونونو په نتيجه كښې د زياتو بارانونو او د ګليشيئرز ويلې كېدو د لاسه د سېلابونو مسئلې رامخې ته كېږي۔ دې ووئيل د نړيوال بېنك د رپورټ له مخې د سېلاب د لاسه پاكستان زيات زيان سره مخ شوے دے كوم چې مونږ لپاره هم ستونزې رامخې ته كړې دي۔ دې ووئيل د سېلاب ځپليو مرستې او بنيادي اډانې ته د رسېدلي زيان ازالې له به زر تر زره ګامونه پورته كول وي۔