اتحاد، علم ٬ وطن سرهد مينې پشمول په كوشش كولو د كاميابۍ منزلونه تر سره كېدې شي۔ د سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اکرم دراني د اقبال ورځې په موقع پېغامونه

image

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اکرم دراني وئيلي دي په اتحاد، علم او وطن سره د مينې پشمول په كوشش كولو هېواد د كاميابۍ منزلونه تر سره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي (نن) د شورو په ورځ د علامه اقبال زېږون ورځې لمانځلو په مناسبت سره خپلو جلا جلا پېغامونو كښې كړې۔ سپيکر ووئيل اقبال ټولنې او اولس ته د ورمخې ته مسئلو او د دغې عملي حل تجويز كولو له د ځانګړي وژن تر مخه په حقيقي معنو كښې د “مشرق هيرو” ٶ٬ دا د دوي دور اندېشي وه چې په سبب ئې د قائداعظم په عظيم قيادت كښې د نيمې وچې مايوسه مسلمانانو لپاره يو جلا وطن جوړ كړے شو٬ ده ووئېل اقبال په شاعرۍ او فلسفه كښې د وګړو كردار او په خاص توګه د ځوانانو په ژوند كښې د لويو مقاصدو ترلاسه كولو لپاره د محنت او د پرله پسې د كوشش واضح پېغام دے۔ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني ووئيل د علامه اقبال په نزد انتها خوښۍ او تعصب هېڅ ځاے نه لرلو او ھغه غوښتل چې اولس اعتدال پسند٬ سوله ايز او روشن خياله وي٬ د اقبال په وژن عمل كولو سره پارلمان او حكومت ترقي پسند٬ خوشحال او مستحکم پاکستان لپاره كار كوي

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں