شرم الشېخ 07 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات څخه بچ كېدو او د خطرو كمولو لپاره د وړاندې څخه د خبرداري نظام ډېر مهم دے٬موسمياتي بدلون د پاكستان لپاره د ټولو نه لوي چېلنج دے٬د سېلاب تباهي دومره زياته ده چې د ځپليو ضروريات ترسره كول د وس نه بهر دي٬په نزدې سباؤن كښې د موسمياتي بحران لا زياتېدو اندېښنه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اعلٰی كچ ګول ميز”ارلي وارننګ فار آل ايګزېكټو پلانز لانچ”دستورې ته په خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل ارلي وارننګ سسټم (اي ډپليو اېس)پسمانده او د موسمياتي شدت څخه ځپليو هېوادونو لپاره د موافقت او لچك لرونكې منصوبه بندۍ لپاره لازمي ګرځېدلے ٬دا نظام په پسمانده سيمو كښې د استوګنه لرونكو لپاره د يو مهم مواصلاتي نظام په توګه كار كوي چې دغسې وګړي د قدرتي آفت څخه وړاندې خبر كړے شي٬دا نظام د نګرانۍ او د پيشنګوئۍ درست والي٬د آفتونو خطرو كمولو او د انتظام مخ نيوي لپاره په بېړه او د مناسب غبرګون پلاننګ لپاره كافي وخت وركوي٬د جديدې ټېكنالوجۍ كارول او د ارلي وارننګ خطرو په اړه آګاهۍ٬د خطرې معلومات وركول او دغسې ساتنې او زر تر زره د عمل لپاره د څلور عناصرو ښه والي له به دا نظاك مرستياله وګرځي۔وزيراعظم د پيشګي خبردارۍ نظام په پاكستان كښې د كاميابۍ په حقله ووئيل د دې نظام په سبب سږ كال په هېواد كښې د ګرمۍ اوږدېدو په سبب د ششپر ګليشيئر په ويلي كېدو په زرګونو ځانونه بچ شوي٬د دې ګليشيئر لاندې د يو غېر مستحكم تالاب څخه هر كال په هنزه وادۍ كښې سېلاب راځي خو د پشيګي خبردارۍ نظام څخه خلقو ته د وتلو وخت ترلاسه شوے۔ د موسمياتي بدلون 2022 اثرات په حقله ده ووئيل په قراقرم هائي وے حسن آباد كلي كښې 6 كورونه٬د كروندې زمكه٬ دوه پاور پراجېكټس او باغونه تباه شوي خو كوم ځاني زيان نه دے شوے٬دلته ارلي وارننګ سسټم د دې ګليشيئر نيغ په نيغه څارنه كوي او هره ورځ تالاب ته د راتلونكو اوبو او د وتلو اندازه لګوي۔د دې نظام څارنه وفاقي او صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټيز كوي٬داسې نظام هلته زيات كامياب شوے چرته چې د ټولنې لپاره د تربيې او د خبرتيا بندوبست شوے و۔ ده ووئېل د خودكار موسمي نظام او د ټولنې د ګډون په وجه د ګليشيئر څارنه د پاكستان لپاره د كاميابۍ يو داستان ګرځېدلے ٬دا نظام به په نورو سيمو او غره ايزو علاقو كښې هم لګولې شي٬دا پروژه د وزارت او يو اېن ډي پي شريكه منصوبه ده۔ ده ووئېل دا په پاكستان كښې د ګرين كلائميټ فنډ وړومبۍ پروژه ده د دې ترمخه 16 په ګلګت بلتستان او 8 خودكاره سسټم په پښتونخوا كښې لګولې شوي ٬د دې نظام ترمخه د اوبه خور لارو او په لوړه استحكام له شجركاري هم شوې۔وزيراعظم ووئيل د وړاندې څخه د خبرداري نظام د آفتونو خطرو كمولو له يوه مهمه برخه ده كوم چې د ځاني زيان مخ نيوي سره سره د قدرتي خطرو معاشي اثرات هم كموي۔وزيراعظم ووئيل سږ كال پاكستان كښې د راغلې سېلاب د زيان اندازه 30 ارب ډالره لګولې شوې كوم چې مونږ لس كاله وروستو بوتلې يو٬د بنيادي ډهانچې سكولونو٬روغتونونو پشمول هر څيز د بيا جوړولو ضرورت دے ۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو زر تر زره مرستې لپاره د پاكستان حكومت د خپلو وسائلو څخه 66 اربه 70 كروړه روپو نه زياتې وركړي٬ دغه وركړه د بي آئي اېس پي د لارې د 26 لكو نه زياتو كورنيو ته شوې ده۔وزيراعظم ووئيل د موسمياتي بدلون وزارت د سېلاب ځپلې ودانۍ لپاره د موسمياتي لچك منصوبو لپاره 15 كروړه ډالره بيا استعمال كړي او د پاكستان هائيډرو ميټ و كلائميټ سروسز پراجېكټ 4 كروړه 80 لكه ډالره فنډ دې مقصد لپاره استعمال شوے كوم چې د اېم اي ټي آفس تكنيكي صلاحيت ښه كولو او اپ ګرېډ كولو لپاره ؤ ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې ارلي وارننګ سسټم د نېشنل ډيزاسټر رسك د منصوبه بندۍ يوه لازمي برخه دے۔ده ووئيل د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ پلان 2012 ترمخه ملټي هيزيډ ارلي وارننګ سسټم(اېم اېچ اي ډبليو اېس)پاكستان كښې د آفتونو خطرو د منيجمنټ منصوبه بندۍ او ايكشن لازمي برخه دے چې پكښې 4 تګلارې خپلې كړی شوي ٬وړومبۍ د موسم پيشنګوئي او د خبردارۍ نظام استحكام٬دوهمه په خاص سيمو كښې په ځايې كچه هيزيډ ميپ جوړول٬درېمه د وخت نه وړاندې د خبرداري نظام قوي كول او څلورمه د ابتدائي خبرداري او د انخلا نظام صلاحيت راپیدا كول دي